پنجګور کښې دموټرسائيکل سورو وسله والو ډزې، شپږ مړۀ
کوئټه( دبلوچستان ضلع پنجګور سرحدي علاقې چيدګۍ دستک کښې نامعلومو وسله والو حمله کړې ده چې پکښې شپږ کسان وژل شويدي، حمله کوونکو دډزو وروسته دوه ګاډي هم سوزولي دي، دپوليس ذريعو ترمخه پېښه دپنجګور ښار نه خواؤشا پيتۀ کلو ميټره لرې شوې ده چرته چې حمله کوونکو ناڅاپي ډزې شروع کړي اؤ وروسته په تېشته کښې کامياب شويدي، وژل شوو کسانو کښې ددوو پيژندګلو دداود ولد عوض جان اؤ سليم ولد حاجي فيض محمد په نوم سره شوې ده چې دسرحدي کلي نکر اوسيدونکي وو، دوژل شوو کسانو لاشونه نزدې هسپتال ته منتقل کړے شودي. دپنجګور اسسټنټ کمشنر امير جان وئيلي دپېښې تحقيقات روان دي اؤ سيکورټي فورسز الرټ کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0