دافغان په پاليسۍ اؤ دتيراه په کډو تحفظات لرو، سراج الحق

Jan 30, 2026 - 22:55
 0  20
دافغان په پاليسۍ اؤ دتيراه په کډو تحفظات لرو، سراج الحق

 نوښار( وحدت خبريال)  دجماعت اسلامي  پاکستان پخواني امير سراج الحق وئيلي دي چې دافغان په پاليسۍ اؤ دتيراه په کډو تحفظات لرو، سراج الحق وئيلي دي چې   مرکزي اؤ صوبائي حکومتونه دخپلې انا په جنګ کښې  دقبائيلو په حقونو شب خون وهي،  دافغانستان سره په څلويښت کلنو قربانيو، خلوص، مينې، ملګرتيا، ورورولۍ دپاکستان دحکومت پاليسيو په وجه اوبۀ توئې شويدي، دافغان مهاجرينو په زبردستۍ انخلا ددواړو ملکونو ترمينځ  د نفرتونو اؤ تعصباتو بنياد ږدي. دپاکستان دحکومت په پاليسيو کښې تسلسل نشته، ددې پاليسيو په وجه   پاکستان اؤ افغانستان دواړو ته نقصان رسيږي، هندوستان ته ګټه رسيږي، دپاکستان حکومت ته وايو چې  سختې يخنۍ، واورې وريدو کښې  دافغان وروڼو په ټرکونو  کښې انخلا مناسبه نۀ ده. په مناسبه موقعه دې  دافغانستان دحکومت سره په مشاورت سره  افغان مهاجرين واپس ددوي وطن ته وليږلے شي. ددې خيالاتو څرګندونه دۀ رسالپور سره نزدې رشکۍ کښې ددستورې نه پس  دوحدت  نمائنده سيد نديم مشواني سره دخبرو په دوران کړې ده. بلخوا سراج الحق وئيلي دي چې دغلام احمد بلور دسياست نه لاسپسر کيدل اؤ دانتخابي سياست نه ډډه کول، دپېښور نه اسلام اباد ته منتقلي  افسوسناک اؤ حيرانونکي دي. غلام احمد بلور يو اصولي انسان دے. په ملکي اؤ دپېښور په سياست کښې ئې اهم اؤ کليدي رول دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي