اسټېبلشمنټ سره مذاکراتو ته تيار يم، وزيراعلى سهيل افريدے

Jan 2, 2026 - 22:31
 0  5
اسټېبلشمنټ سره مذاکراتو ته تيار يم، وزيراعلى سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې  دپاکستان تحريک انصاف  باني عمران خان اسټيبلشمنټ سره دخبرو اترو په حواله ماته وينا نۀ ده کړې خو په صوبائي معاملو داسټيبلشمنټ سره دخبرو اترو اؤ تعلقاتو دبهتر کولو لپاره تيار يم،  وزيراعلى سهيل افريدي په پېښور کښې سينئر صحافيانو سره فرداً،فرداً ملاقات کړے اؤ غيررسمي خبرو کښې ئې وئيلي دي چې  دخبرو اترو  ټاسک محمودخان اچکزئي اؤ علامه ناصر عباس ته سپارل شوے دے. دۀ ووئيل چې  دپي ټي ائي دباني سره راته دملاقات اجازت نۀ  شي راکولے، په ملک کښې دائين اؤ قانون بالادستي پکار ده اؤ ډرون حملې بنديدل پکار دي. سهيل افريدي ووئيل چې  حکومت اؤ داسټېبلشمنټ پشمول ټولو سټيک هولډرز ته داسې پاليسي جوړول پکار دي چې دعوامي مفاداتو مطابق وي. وزيراعلى ووئيل چې  کۀ چرې کومه دستوره يا غونډه وشوه نو دفيلډ مارشل  عاصم منير سره به ضرور وينم، دۀ ووئيل چې  پېښور ته به ترقي ورکوو، خو دلاهور پشان نۀ  چرته چې په جلسې جلسونو پابندي ده، وفاق  دضم شوو ضلعو لاپره داے ائي پي لاندې ٧٠٠ اربه روپۍ بقاياجات تراوسه نۀ دي ادا کړي. دۀ ووئيل چې  وفاقي حکومت داے ائي پي لاندې په کلونو کښې صرف ١٦٨ اربه روپۍ ورکړيدي، دبجلۍ دخالصې منافعې پشمول دنورو بقاياجاتو په مد کښې وفاقي حکومت  ته زمونږ دڅلورو زرو اربو روپو نه زيات ورکول دي. وزيراعلى ووئيل چې دپي ټي ائي باني چئيرمين درهايۍ لپاره  دخبرو اترو حالات اؤ ماحول سازګاريدل پکار دي، دپي ټي ائي قيادت ته به هم  دمضبوطې ساه سره ميدان ته راکوزيدل وي، دپي ټي ائي دباني دخويندو بهر راوتل جائز دي، هغوي دخپل ورور درهايۍ لپاره کوششونه کوي. دۀ ووئيل چې  دلاهور دور مې په عوامو کښې دبيدارۍ چپې پيدا کولو لپاره کړې ده، کراچۍ ته دتللو مقصد مې هم دا دے چې  عوام دپي ټي ائي دباني درهايۍ لپاره متحرک شي، دپي ټي ائي باني صرف دخېبرپښتونخوا نه بلکې دټول ملک ليډر دے. دۀ ووئيل چې دکرپشن په حواله زما دحکومت زيرو ټالرينس پاليسي ده، زما دحکومت اصول شفافيت، ميرټ، ترقي اؤ دکرپشن خاتمه ده، دضم شوو ضلعو لپاره زرو اربو کښې اوس هم ٧٠٠ اربو نه زيات دمرکز په ذمه بقايه دي. سهيل افريدي وئيل چې  دمرکز نه ترلاسه  کيدونکې پسې به په ترتيب سره په ضم شوو ضلعو کښې خرچ کولے شي،  دترقۍ عمل شروع کيدو سره به په ضم شوو ضلعو کښې دعسکريت خوښۍ خاتمه وشي، دامن وامان  صورتحال  زما دحکومت لپاره اصل چيلنج دے  چې پرې دقابو موندلو لپاره کوششونه کوو. دۀ ووئيل چې دتيراه پشمول چې چرته نه هم خلق کډې کوي، دمعاوضي ادائيګي به صوبائي حکومت کوي ، خو نن هم دپي ټي ائي دباني په پاليسۍ ولاړ يو اؤ داپريشنو مخالف يو، مونږ په صوبائي اسمبلۍ کښې ګرينډ جرګه هم ددې مقصد لپاره رابللې وه چې داپريشنو مخالفت ئې کړے دے.  دۀ ووئيل صحافيان دې داوريدلو خبرو رپورټ کولو نه وړاندې رابطه کوي، پروپيګنډه کولے شي چې په خېبرپښتونخوا کښې په سکولونو اؤ هسپتالونو کښې سهولتونه نشته، کۀ زمونږ بقايات راکړے شي نو صورتحال به بهتر شي. مخالفين دضم شوو ضلعو دپينځه اويا کلونو محرومۍ هم زمونږ په کهاته کښې اچوي. پخپله صوبه کښې دبجلۍ دمسئلې  دمستقل حل کوششونه کوو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي