په خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې دامنيتي ځواکونو په بيلا بيلو عملياتو کښې 14 ترهه ګر ووژل شول
پېښور، خېبرپښتونخوا کښې په دوه کارروائيو کښې بهارتي حمايت يافته دفتنه الخوارجو سره تعلق لرونکي نهه خوارج وژل شويدي، دائي ايس پي ار ترمخه تيره ورځ په پينځم دسمبر دخوارجو دموجودګۍ په اـطلاع سيکورټي فورسز يو انټلي جنس بيسډ اپريشن په ټانک ضلع کښې ترسره کړے دے، داپريشن په دوران سيکورټي فورسز دترهه ګرو ځالې په موثره انداز کښې په نخښه کړې اؤ دسختو ډزو تبادلې نه پس اووۀ خوارج ووژل شول، بله کارروائي لکي مروت ضلع کښې شوې ده چې پکښې نور دوه خوارج دسيکورټي فورسز دلاسه خپل انجام ته رسيدلي دي. ائي ايس پي ار وئيلي دي چې وژل شوو ترهه ګرو نه وسله اؤ ګوله بارود ترلاسه شويدي
بلخوادائي ايس پي ار ترمخه سيکورټي فورسز دبلوچستان په ضلع ډيره بګټي کښې دبهارتي پراکسي، فتنه الهندوستان سره تعلق لرونکو ترهه ګرو دموجودګۍ په اطلاعاتو انټلي جنس بيسډ کارروائي کړې ده چې پکښې پينځه بهارتي حمايت يافته ترهه ګر وژل شويدي، دائي ايس پي ار ترمخه په ډيره بګټي کښې داپريشن په دوران سيکورټي فورسز په موثره انداز کښې دترهه ګرو ځالې په نخښه کړيدي اؤ دسختو ډزو په تبادله کښې پينځه بهارتي حمايت يافته ترهه ګر وژل شويدي، دبيان ترمخه دوژل شوو ترهه ګرو دقبضې نه وسله، ګوله بارود اؤ چاؤديدونکي مواد هم ترلاسه شويدي، وژل شوي ترهه ګر په علاقه کښې دترهه ګرۍ په ګڼو فعاليتونو کښې ککړ وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0