دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى په ٩مه مئ په ريډيو پاکستان دحملې دتحقيقاتو لپاره دکميشن جوړولو اعلان
پېښور( وحدت خبر) د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ صوبايي کابينې غونډه د جمعې په ورځ په پښور کښې وشوه، چې پکښې د صوبې د راتلونکي تګلارې، پاليسيو، امن او قانوني صورتحال ، قانون سازۍ او د حکومتي چارو د اصلاحاتو په اړه مهمې فيصلې وشوې.
وزيراعليٰ په غونډه کښې د امن جرګې ټولو شريکو سياسي ګوندونو نه مننه وکړه او وې وئيل چې سياسي اختلافات پخپل ځائے خو امن د ټولو شريک هدف دے.
هغه د صوبائي اسمبلۍ پۀ ټولو قراردادونو دعملي کار کولو هدايت کولو سره و د "ايکشن ان ايډ اف سول پاورز" ختمول د انسانانو د اساسي حقوقو غوښتنه وګرځوله. د ريډيو پاکستان د حملې د تحقيقاتو لپاره ئې د کميشن جوړولو هم اعلان شو، چې ټول شواهد به راټولوي، په شمول د CCTV فوټيج، او خپله رپوټ به کابينې ته وړاندې کوي.
وزيراعليٰ د خيبر پښتونخوا له سوده پاک جوړول ، د اسلامي سرمايه کارۍ ماډلونو متعارف کولو، د کرپشن پر ضد زيرو ټالرنس پاليسۍ ، د حکومتي پيسو پۀ ذاتي تشهير بنديز، او د فيصلو کښې شفافيت او ميرټ ته پام د هغه د حکومت ترجيحات وګرځول
هغه زياته کړه چې د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشري بي بي سره په جيل کښې د ناوړه سلوک په اړه د اسمبلۍ دمتفقه قرارداد په حوالې ورکولو سره ووئيل چې دڅلور نيم کروړه خلقو منتخب وزيراعليٰ ته د خپل باني چيئرمېن سره د ليدو اجازه نه ورکول ډېره افسوسناک خبره ده.
هغه وويل چې ټول حکومتي کارونه به د منتخب استازو په مشوره او د اولس دګټې په بنياد ترسره کېږي، د ټولو قوانينو به بيا جائزه اخستل کيږي، دخاميو نشاندهي به کيږي اؤ ضرور تراميم به تجويزو کولے شي
غونډې کښې د کابينې غړو، چيف سکتر، ايډيشنل چيف سکترانو، د بورډ آف ريوينيو سينئر ممبر، انتظامي سيکرټريانو او ايډوکېټ جنرل ګډون کړے و.
د کابينې د فيصلو په اړه د وزيراعليٰ د اطلاعاتو ځانګړي مرستيال شفيع جان خبريالانو ته وويل چې کابينې د حکومتي اصلاحاتو، پرمختيائي چارو، مالي کارونو او قانون سازۍ په اړه ګڼې مهم فيصلې وکړې.
هغه وويل چې د عمران خان وژن د وزيراعليٰ سهيل آفريدي او د ټيم هم وژن دے، اؤ هم ددې ويژن لاندې به صوبه کښې دميرټ اؤ شفافيت سره دبعنوانۍ په اړه دزيروټاليرنس پاليسۍ خپلولو سره دمنتخب عوامي نمائندګانو په مشورې سره دصوبې معاملات مخ په وړاندې بوتللے شي، دۀ ووئيل چې دذاتي تشهير پځائے به دعوامي ټيکس پيسه هم دعوامو په مفاد کښې خرچ کولے شي، شفيع جان ووئيل چې کابينې دخېبرپښتونخوا وټنس پروټيکيشن رولز ٢٠٢٥م منظوري ورکړه، چې مقصد ئې دګواهانو تحفظ يقيني کول دي اؤ په دې لړ کښې به نور اقدامات مستحکم کول وي. ارمز رولز٢٠١٤م دترميم اؤ شهدا پاليسۍ لاندې دشهيد شوو اهلکارو دخاندانونو دکسانو دبهرتۍ منظوري هم ورکړے شوې ده. دتوانايۍ او پن بجلۍ منصوبه کښې کابينې دکے پي ټرانسميشن اينډ ګرډ سيسټم کمپنۍ لپاره دپنځوسو کروړو روپو فنډ جاري کولو منظوري ورکړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0