قومي اسمبلۍ نه ٢٧م ائيني ترميم په دريوو کښې دوه برخې اکثريت سره منظور

Nov 12, 2025 - 22:49
 0  4
قومي اسمبلۍ نه ٢٧م ائيني ترميم په دريوو کښې دوه برخې اکثريت سره منظور

اسلام اباد( وحدت خبر) قومي اسمبلۍ نه 27م ائيني ترميم په دريوو کښې دوه برخې اکثريت سره منظور کړے شوے دے. دسينيټ نه پس قومي اسمبلۍ هم د27م ائيني ترميم لاندې دائين په 50ؤ شقونو کښې  دتراميمو په دريوو کښې دوه برخې اکثريت سره منظوري ورکړې ده، دائيني ترميم په حق کښې 234 اؤ په مخالفت کښې ئې څلور ووټونه اچول شويدي. دارټيکل شپږم شق 2 اے کښې دترميم کولو سره  دعدالت عظمى اؤ عدالت عاليه  سره وفاقي ائيني عدالت شامل کړے شوے دے، د ارټيکل لسم پشمول نورو پينځوو ائيني تراميمو کښې  دچيف جسټس اف پاکستان عهده شامل کړے شوې ده. دترميم لاندې صدرمملکت، چيف اليکشن کمشنر اؤ اټارني جنرل نه دحلف اخستو مجاز به چيف جسټس اف پاکستان وي. 27م ائيني ترميم لاندې به وفاقي ائيني عدالت جوړولے شي، چيف جسټس به د ائيني عدالت  تقرر دريوو کلونو لپاره کوي اؤ دججانو دريټائرمنټ حد به اتۀ شپيتۀ کاله وي. قومي اسمبلۍ دعدليې ډهانچې اؤ اختياراتو په اړه  دتاريخي تراميمو منظوري ورکړې ده، دتراميمو لاندې وفاقي ائيني عدالت قيام، جوډيشل کميشن اؤ سپريم جوديشل کونسل تشکيل نو په اړه شقونه شامل کړے شويدي. دائين دارټيکل 175 اے کښې ترميم دلارې   د جوډيشل کميشن تشکيل نو شوې ده.  وفاقي ائيني عدالت اؤ دسپريم کورټ چيف جسټسز به اوس دکميشن غړي وي. ددواړو عدالتونو يو، يو سينئر ترين جج به هم دکميشن برخه وي. داپوزيشن اتحاد مشر محمودخان اچکزئي په حکومت دائين شکنۍ ا اؤ جمهوريت دشمنۍ داقداماتو لزام لګولے دے. دۀ وئيلي دي چې په پاکستان کښې دعوامي حکمرانۍ لاره نيول کيږي، دا ترميم دغيرجمهوري قوتونو سره په شريکه راوړل شوے دے. دتحريک انصاف دلارې بندولو کشوش شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي