سوات کښې باران اؤ لينډ سلائيډنګ،٥ ماشومان مړۀ
دسوات مختلفو علاقو کښې کښې د باران اؤ لينډ سلائيډنګ له امله شوو پېښو کښې ٥ ماشومان مړۀ شويدي اؤ دوه زنانه ژوبل شوي دي.
دمدين علاقې شنکوه کښې په کور ګټ راپريوتے چې پکښې درې وروڼه اؤ خور پحق رسيدلي دي اؤ دهغوي مور سخته ژوبل شوې چې وروسته هسپتال ته منتقل کړے شوې ده.
دذريعو وينا ده چې په ياده سيمه کښې مور دخپلو دوه کم عمره بچو سره دخوړ نه تيريده چې په دې دوران ناڅاپي سيلابي چپه راغله چې ورسره اووۀ کلن رضوان په سيلاب کښې لاهو شو، دهغه دبچ کولو په دوران دمور دغيږ نه ديوولسو مياشتو محسن هم په اوبو کښې پريوتو اؤ دتيزې چپې ښکار شو.
پوليسو او مقامي خلقو فوري کارروائي کړې اؤ د اووۀ کلن رضوان مړے ئې ترلاسه کړے دے اؤ دوړوکي ماشوم لټون روان دے.
په سور ډهيرۍ مالم جبه کښې سيلابي اوبو دوه ماشومان لاهو کړي،وروسته ئې مړي برامد شويدي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0