په تورخم پوله تګ راتګ اؤ تجارت د١١ؤ ورځو راهسې معطل، دپرانستل کيدو تيارۍ

Oct 22, 2025 - 11:58
 0  1
په تورخم پوله تګ راتګ اؤ تجارت د١١ؤ ورځو راهسې معطل، دپرانستل کيدو تيارۍ

لنډي کوتل( وحدت خبريال)  د افغانستان سره د خرابو حالاتو له وجې، د تېرو  يوولسو ورځو راهيسې د تورخم او چمن پوله د ټولو تجارتي چارو لپاره تړلې ده، خو تمه ده چې تورخم بارډر به راتلونکو 24 نه تر 48 ساعتونو پورې پرانيستل شي۔  د ډان نيوز د رپورټ له مخې، د تورخم بارډر  يوولسمه ورځ ده چې تړلے پروت دے، او طمعه څرګندېږي چې دا به په دوو ورځو کښې د تجارت او د خلقو د تګ راتګ لپاره خلاص شي۔ سرچينو ويلي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سولې تړون وروسته،  نن يا سبا د پولې خلاصولو امکان شته، او په دې اړه تيارۍ روانې دي۔ د تورخم بارډر باندې امپورټ او اېکسپورټ سکينرونه هم لګول شوي دي۔ د بارډر بندېدو له وجې د دواړو خواوو پۀ سرحد اوږدې قطارونه د مال وړونکو ګاډو ولاړ دي۔  د پاکستان او افغانستان تر منځ نښتو له امله د تېرو يوولسو ورځو راهيسې تورخم پوله د هر قسم تګ راتګ لپاره بنده ده، چې له امله يې کاروباريان، مزدوران، او عام خلق سخت پرېشان دي۔ سرچينو دا هم ويلي چې د پاکستان يوه لوړه کچه وفد به   افغانستان ته لاړ شي، چرته چې به د پاکستاني او افغاني چارواکو تر منځ د سرحدي چارو او نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشي۔ سرچينې زياتوي چې دا دوره له وړاندې نه پلان شوې وه، او د اوسني حالاتو سره مستقيم تړاو نه لري۔ سرچينو دا هم ويلي چې د دواړو هيوادونو چارواکو د پولې خلاصولو په اړه اصولي موافقه کړې ده، او د افغان لوري نه ويل شوي چې د هغوي اړخ ته د کسټم عمله هم ځائے پۀ  ځائے کړل شوې ده۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي