نوښار کښې دغيرت په نوم زنانه اؤ سړے قتل

Oct 21, 2025 - 11:48
 0  76
نوښار کښې دغيرت په نوم زنانه اؤ سړے قتل

  نوښار( سيد نديم مشواني) دنوښار  علاقې زيارت کاکا صيب کښې دغيرت په نوم سکه ورور په ډزو سره خپله خور اؤ يو بل تن په بې دردۍ سره وژلي دي، دغه خبره پوليسو کړې ده، دنوښار پوليس ترمخه  دوژل شووکسانو پيژندګلو دسيما فدا اؤ فواد په نومونو سره شوې ده، دپوليسو وينا ده چې دسيما اؤ  مقتول فواد  چې دګوجر ګړهۍ مردان اوسيدونکے ؤ، دکافي مودې نه تعلقات لرل. دمقتولې سيما ورور ملزم سلمان په ډزو سره دواړه وژلي دي.  پوليسو وئيلي دي چې ملزم  دجرم نه پس تېښته کښې کامياب شوے دے. ددواړو مړي  پوسټ مارټم لپاره ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال نوښار ته منتقل کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي