د٢٠ؤ يورپي ملکونو دغيرقانوني افغان مهاجرو افغانستان ته دليږلو غوښتنه

Oct 20, 2025 - 12:21
 0  5
د٢٠ؤ يورپي ملکونو  دغيرقانوني افغان مهاجرو افغانستان ته دليږلو غوښتنه

 د يورپ شلو هيوادونو د يورپي کميسيون نه غوښتنه کړې چې غير قانوني افغان مهاجر بايد هر حال کښې بيرته خپلو هيواد ته واستول شي. د بيلجيم د کډوالو او هجرت وزيرې انيليئن وان بوسويټ له وينا سره سم، يادو هيوادونو په يو ګډ ليک کښې ټينګار کړے چې د افغان اتباعو د ستنولو لپاره دې بېړني ګامونه پورته شي، که دا عمل د رضا کارۍ له لارې وي او که په زوره.

په دغه ليک کښې شامل هيوادونه دا دي: اسټريا، بلغاريا، قبرص، چک جمهوريت، ايسټونيه، فنلنډ، جرمني، يونان، هنګري، آئيرلنډ، ايټاليا، ليتوانيا، لکسمبورګ، مالټا، نيدرلينډز، پولينډ، سلواکيا، سويډن او ناروے.

ياد هيوادونه وائي، له هغه وروسته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کښې بيا واک تر لاسه کړو، له افغانستان سره رسمي تړون نشته، چې له امله ئې د افغان مهاجرو بيرته شړل ناممکن شوي. دا حالت د امنيتي اندېښنو سبب شوے او د خلقو باور د پناه غوښتنې پۀ پاليسۍ کم شوے.

په ليک کښې دا وړانديز هم شوے چې هغه افغانان چې خطرناک يا مجرم وګڼل شي، بايد د لومړيتوب پۀ اساس بيرته واستول شي. د دې هدف لپاره دې له طالبانو سره خبرې وشي او يو ګډ اروپايي پلاوے دې افغانستان ته واستول شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي