پېښور، ټريفکي پېښه کښې درې تنه مړۀ
دپېښور خواؤشا علاقې متنو بائي پاس روډ باندې ټرک اؤ سوزوکے پک اپ جنګيدلي دي چې له امله ئې درې تنه مړۀ اؤ لس ژوبل شويدي، ژوبل شوي کسان هسپتال ته رسول شويدي، دذريعوويناده چې دبريک فيل کيدو په وجه دواړه ګاډي جنګيدلي دي، دڅلورو کسانو حالت تشويشناک ښودلے شي، دپوليسو وينا ده چې پېښه کښې بخت بلند ولد شربت خان، محمد جميل ولد سعدالله، خان افضل ولد ميرافضل پحق رسيدلے دي. دپېښې په زد کښې په موټرسائيکل سوارۀدوه کسان اؤ يوه رکشه هم راغلې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0