بلټ پروف ګاډي دصوبې دجنوبي ضلعو پوليس افسرانو ته حواله
پېښور( پ ر) تيره ورځ په سنټرل پوليس افس پېښور کښې يوه دستوره ترسره شوه چې پکښې انسپکټر جنرل اف پوليس خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد ته ددهشت ګردۍ اؤ بدامنۍ دمخنيوي لپاره دکروړونو روپو دماليت بل پروف ګاډو اؤ اے پي سيز په اړه دډي ائي جي فنانس اينډ پروکيورمنټ فدا حسن اؤ ډي ائي جي ټيلي کميونيکيشن عرفان طارق تفصيلي بريفنګ ورکړے دے، په دې موقعه انسپکټر جنرل اف پوليس خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد دخپلې تجربې اؤ مشاهدې په رڼا کښې دبکتر بند ګاډوداپريشنل صلاحيتونو باقاعده جائزه واخسته، ايډيشنل ائي جي پيز، ډي ائي جيز اؤ نورو متعلقه اعلى پوليس افسران هم په دې موقعه موجود وو. ائي جي پي ووئيل چې په جنوبي ضلعو کې دموثره اؤ عوام دوسته پوليسنګ پاليسۍ لاندې په دې ضلعو کښې ددهشت ګردۍ دخذرو په بهتره انداز کښې مخنيوي اؤ دپوليس اهلکارو دځانونو حفاظت لاره بلټ روف ګاډي اؤ نو ر ضروري سازوسامان وخت په وخت په تسلسل سره فراهم کولے شي په دې لړ کښې کمانډنټ پي ټي سي هنګو ته يو وي ايټ بلټ پروف، شمالي وزيرستان اپر ته يو نوے اے پي سي پروټيکټر بي سيون ليول، ايس ايس پي اپريشنز پېښور ته يو نوے هيول بلټ پروف ايچ سيون اؤ درې بلټ پروف ريوو ډبل کيبن، ډي پي او ټانک، ډي ائي خان اؤ هنګو ته حواله کړے شويدي. ذوالفقار حميد ووئيل چې ددهشت ګردۍ نه متاثره ضلعو کښې افسرانو اؤ ځوانانو لپاره ګاډي بلټ پروف جوړولے شي اؤ په دې لړ کښې نن دا بلټ پروف ګاډي افسرانو ته ورکړے شويدي. دۀ ووئيل چې دپوليس موبائيلنز سائيډ ارمنګ هم شوے دے چې دغه شان په ګشت موجوده نفري په محفوظې طريقې سره نقل وحرکت وکړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0