غزه کښې داسرائيلو بمباري،٢٠ فلسطينيان شهيدان

Jul 9, 2025 - 17:00
 0  1
غزه کښې داسرائيلو بمباري،٢٠ فلسطينيان شهيدان

داسرائيلو تازه هوائي حملو کښې دغزه په مختلفو علاقو کښې کم از کم ٢٠  کسان شهيدان شويدي چې پکښې شپږ ماشومان هم شامل دي.

دالجزيره ترمخه حملې له سحره راهسې روانې دي،صرف شاتي کيمپ کښې په يوه حمله کښې اتۀ کسان شهيدان شويدي، په ديرالبلاح کښې په يو کور دبمبارۍ له امله دوه اؤ په خان يونس کښې په خيمو ډرون حمله کښې نور دوه کسان شهيدان شويدي.

دغزه دسول ډيفنس ايجنسۍ ترجمان محمود بصل اے ايف پي ته وئيلي دي چې يوه فضائي حمله دنيمې شپې نه پس خان يونس کښې دبې کوره خلقو په خيمه شوې ده، دويمه حمله لږ ساعت ورسوته دشمالي غزه په يو کيمپ شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي