خېبرپښتونخوا حکومت دسيلګرۍ ودې لپاره بهترين اقدامات کوي، بيرسټر سيف

Jun 21, 2025 - 15:24
 0  2
خېبرپښتونخوا حکومت دسيلګرۍ ودې لپاره بهترين اقدامات کوي، بيرسټر سيف

دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې  خېبرپښتونخوا حکومت دسيلګرۍ ودې لپاره بهترين اقدامات کوي

 بيرسټر سيف وئيلي دي چې  شندور پولو فيسټول ته دضلعي انتظاميې اؤ پوليسو مرسته ترلاسه  ده ، دۀ وئيلي دي چې   خېبرپښتونخوا يوه پرامنه صوبه ده، دلته دسياحت ډيرې موقعې موجودې دي،

  دخېبرپښتونخوا ټورازم اتهارټۍ، پاک فوج اؤ چترال سکاوټس په مرستې سره شندور پولو فيسټول پرانستې ستورې ته وينا کښې بيرسټر سيف وئيلي دي چې  خېبرپښتونخوا دبين الاقوامي کچې ميله ترسره کوي.  بلخوا دافتتاحي ورځې سرلاسپور چترال اؤ غذدر ګلګت بلتستان ټيمونو ترمينځ ميچ لوبول شوے دے، سرلاسپور دغدر ټيم ته په درې شپږ سره ماتې ورکړې ده. دلوبو صوبائي وزير فخر جهانو سيکرټري سياسحت بختيار خان اؤ نور هم په دې موقعه موجود وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي