دعوامو خلاف به دکومې فيصلې برخه نۀ جوړيږو، سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي په ايوان صدر کښې په اجلاس کښې دشرکت نه پس ميډيا سره په خبرو کښې وئيلي دي چې په قومي اؤ سيمه ايز بحران مو په اجلاس کښې دخېبرپښتونخوا واضحه موقف مخې ته ايښودے چې دعوامو خلاف به دهيڅ فيصلې برخه نۀ جوړيږو اؤ نۀ به ئې حمايت کوو، دۀ ووئيل چې په اجلاس کښې دپيټرولو اؤ ډيزلو په بحران اؤ دسيمې په صورتحال تفصيلي غور شوے دے، دۀ ووئيل چې دکورونا وبا اؤ دامريکې دافغانستان نه دانخلا په وخت عمران خان ديو اسټيټ مين کردار ادا کړے اؤ ملک ئې دمنفي اثراتو نه بچ کړے دے، موجوده صورتحال کښې داسې فيصله نۀ دي کول پکار چې ورسره معاشي سرګرمي متاثره شي، دمعاشي سرګرميو متاثره کوونکو فيصلو نه دې ډډه وکړے شي، دکفايت شعارۍ اغاز منتخبو نمائندګانو اؤ رياستي ادارو نه کيدل پکار دي، دۀ ووئيل چې په سيمه کښې دتاؤتريخوالي په دوران پاکستان ته دامن اؤ مذاکراتو کردار ادا کول پکار دي، اسلامي دنيا په بحران کې دپاکستان لوري ته ګوري ، او ائي سي فعاله کيدل پکار دي، دۀ ووئيل چې دلاک ډاؤن په اړه کومه فيصله نۀ ده شوې، سبا به دسب کميټۍ اجلاس کيږي، په اين ايف سي کښې دقبائيلي ضلعو ١٣٧٥ اربه روپو نه زياته برخه تر دې مهاله نۀ ده ادا کړے شوې، اوو کلونو راهسې دقبائيلي ضلعو حق نورو صوبو کښې تقسيمولے شي. اين ايف سي ايوارډ ٢٠١٨م نه په غيرائيني توګه چليږي، د اين ايف سي شيئر په نۀ ورکولو دصوبو نه نور وسائيل غوښتل دمنلو وړ نۀ دي. ددهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې خېبرپښتونخوا په فرنټ لائن ده، سيلاب اؤ دترهه ګرۍ مخنيوي کښې مو وفاق نه يوه روپۍ هم نۀ ده اخستې، صحت کارډ اؤ درمضان پيکج کښې مو دسلو اربو نه زياتې پېسې په عوامو خرچ کړيدي. عدالتونو کښې زمونږ کيسونه نۀ ګليږي، عمران خان سره ملاقات ته نۀ پريښودل کيږو، کۀ عوامو ته فائده کيږي نو هره فيصله کښې به مرسته کوو، کۀ نقصان وشو نو مخالفت به ئې کوو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0