مونږ به د خپلو شهيدانو مشن په هر قيمت جاري ساتو، ميا افتخار

Mar 31, 2026 - 10:32
 0  9
مونږ به د خپلو شهيدانو مشن په هر قيمت جاري ساتو، ميا افتخار

پېښور (پ ر)  د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا صوبايي صدر ميا  افتخار حسين د عوامي نېشنل پارټۍ سوات سينئر نائب صدر ملک ممتاز علي خان د حجرې مخې ته د شوي بمي چاودنې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده او دا ئې يو بزدلانه او افسوسناک عمل ګرځولے دے۔ هغه ووئيل چې د داسې ټيټو  اؤ سپکو حربو په ذريعه د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنان او قيادت نه شي ويرول کېدے۔ ملک ممتاز علي خان باندې دا په تېرو پنځو مياشتو کښې دويمه حمله ده، له دې وړاندې پۀ  12 نومبر 2025م کښې  هم په هم دې ځائے کښې د هغه د هدف ګرځولو کوشش شوے ؤ، خو د هر ځل په شان دا ځل هم د الله تعالي په فضل او کرم سره کوم ځاني نقصان نه دے شوے  ميا  افتخار حسين ووئيل چې د اسې قسمه  پرله‌پسې پېښې په صوبه کښې د امن و امان د خراب حالت څرګنده عکاسي کوي او د حکومت په کارکردګۍ سختې پوښتنې راپورته کوي۔ هغه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې فوري، بې طرفه او شفافه تحقيقات  دې وشي او ذمه وار کسان دې بې له ځنډه د قانون منګولو ته وسپارل شي۔ هغه زياته کړه چې د عوامو د سر او مال حفاظت د حکومت بنيادي ذمه واري ده، خو حکومت پکښې په مکمله توګه ناکام دے، کوم چې د اندېښنې وړ خبره ده۔ هره ورځ د وزيرستان نه تر باجوړه او چترال پورې د ترهګرۍ پېښې روانې دي، خو د امن قائمول او د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ خاتمه د صوبائي او مرکزي حکومت په ترجيحاتو کښې شامله نه ښکاري۔ ميا  افتخار حسين نور وويل چې عوامي نېشنل پارټي د ملک ممتاز علي خان او د هغه د کورنۍ سره پوره يکجهتي څرګندوي او په دې سخته ګړۍ کښې ورسره ولاړه ده۔ عوامي نېشنل پارټي به د ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او تشدد خلاف خپله مبارزه هېڅکله پرېنږدي۔ د پارټۍ تاريخ د نه هېريدونکو قربانيو نه ډک دے او مونږ به د خپلو شهيدانو مشن په هر قيمت جاري ساتو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي