بنو کښې په جينۍ دتشدد دپېښې تحقيقات روان دي،پوليس
بنو( وحدت خبر) دډوميل پوليس ايس ايچ او عصمت الله خان وئيلي دي چې په ضلع بنو کښې په جينۍ دتشدد دپېښې تحقيقات روان دي، دۀ وئيلي دي چې پوليس به متاثره جينۍ ته هر ممکن تحفظ ورکوي،ايس ايچ او عصمت الله خان وئيلي دي چې په پېښه کښې دککړو وسله والو کسانو لټون روان دے. دۀ وئيلي دي چې دپېښې نه پس په علاقه کښې چهاپې وهل کيږي. دپوليسو وينا ده چې جشيده نومې جينۍ دا وخت محفوظه ده اؤ دپېښې دټولو اړخونو تحقيقات روان دي. دډوميل سياسي اؤ سماجي مشرانو په جينۍ دوسله والو کسانو لخوا دتشدد په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده، چاته هم دا حق نۀ دے ترلاسه چې دهلکانو دجامو په اچولو په کومې جينۍ تشدد وکړي. دوسله والو کسانو لخوا دغه شان اقدام دبنيادي انساني حقونو اؤ زنانه ؤ دحقونو خلاف ورزي ګرځولے شي. په ډاګه دې وي چې په ضلع بنو کښې يو شمير وسله والو کسانو په هاغه جينۍ چې دهلکانو جامې ئې اغوستې وې، اؤ نوم ئې جمشيده ښودل کيږي، په هغې ئې تشدد کړے ؤ اؤ دهغه نه ئې وعده اخستې وه چې ائنده به داسې جامو کښې نۀ ګرځي، ددې تشدد ويډيو په سوشل ميډيا زياته وائرل شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0