غربت کښې دتشويشناکې اضافې له امله دعام تن ژوند ګران شويدے، حافظ نعيم
لاهور( وحدت خبر) دجماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعيم الرحمان په منصوره کښې په موجوده ملکي صورتال،مسائيلو اؤ دغزه امن بورډ پشمول په اهمو موضوعاتو پريس کانفرنس ته وينا کړې اؤ وئيلي ئې دي چې غربت کښې دتشويشناکې اضافې له امله دعام تن ژوند ګران شويدے، حافظ نعيم وئيلي دي چې حکومت په ټول ملک کښې عام تن ته دامن وامان اؤ بنيادي حقونو ورکولو کښې ناکامه شويدے،دۀ ووئيل چې په ټول ملک اؤ خصوصاً پنجاب کښې کرونده ګر بې حاله اؤ زراعت تباه کړے شوے دے. دۀ ووئيل چې دسرکاري ملازمينو بنيادي مرعاتو اؤ پنشن کښې کټوتۍ کولے شي، غربټ کښې دوه څلويښت فيصده اضافې کولو سره په پنجاب کښې وزيراعلى لپاره ديوولس اربه روپو طياره اخستل شوې ده. دۀ ووئيل چې موجوده حکومت دټرمپ خوشحالۍ کښې فلسطين مخالفه هر اقدام کښې دامريکې حمايت کوي، دافسوس خبره ده چې په پاکستان کښې کومه اپوزيشن پارټي غزه اؤ دفلسطين په معامله خبره نۀ کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0