خېبر کښې دځوان دمبېنه ماورائے عدالت قتل خلاف احتجاجي مظاهره
خېبر( وحدت خبر) پۀ قبائيلي ضلع خېبر کښې دځوان دمبېنه قتل خلاف زنانه ؤ احتجاج کړے دے، زنانه ؤ پاک افغان شاهراه بنده کړې اؤ احتجاج ئې کړيدے. مظاهرينو دجمرود تاڼې مخې ته ئې دهرنا ورکړې ده، دوي الزام لګولے دے چې نعمان افريدي پوليسو په مبېنه توګه ماورائے عدالت قتل کړے دے، دوي سخته نعره بازي کړې اؤ دجمرود تحصيلګيټ باندې ئې کاڼي هم ورولي دي، پاريدلو مظاهرينو دمقتول لاش په سړک ايښودے اؤ دحکومت نه ئې دانصاف غوښتنه کړېده. دسرکاري ذريعو ترمخه نعمان افريدي تيره شپه دحيات اباد پوليس په تحويل کښې ؤ اؤ دپېښې ځائے ته دبوتلل کيدو په دوران په ډزو وژل شوے دے. بلخوا دضلع خېبر تحصيل جمرود مين بازار کښې په پاک افغان شاهراه دجمرود تانې مخې ته دنعمان افريدي پلار واحد شاه ميډيا سره په خبرو کښې تور پورې کړے دے چې نعمان افريدي په مبېنه توګه ماورائے عدالت قتل کړے شوے دے. دۀ وئيلي څو ورځې وړاندې ئې دمخالفينو سره دزمکې په تنازعه ډزې شوې وې چې په دې ددواړو فريقينو نه شپږ کسان دجمرود تاڼې ايس ايچ او ته حواله کړےشوي وو چې پکښې نعمان هم شامل وو اؤ نور کسان په جمرود تاڼه کښې دي. دۀ وئيلي زما دزوې نعمان لاش دپېښور نه ترلاسه شوے دے، دۀ په ايس ايچ او جمرود تاڼه تور پورې کړے دے چې دزوې درهايۍ لپاره ئې دهغه نه ديو کروړ روپو نه زيات رقم غوښتے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0