فوجي اپريشن دمسائيلو حل نۀ دے، حافظ نعيم
لاهور( وحدت خبر) دجماعت اسلامي مشر حافر نعيم الرحمان وئيلي دي چې فوجي اپريشن دمسائيلو حل نۀ دے، حافظ نعيم وئيلي دي چې حکمرانان دې ددهشت ګردۍ دمخنيوي لپاره اسټيک هولډرز اؤ سياسي جماعتونه په اعتماد کښې واخلي، منصوره لاهور کښې دجماعت اسلامي دمرکزي شورا درې ورځني اجلاس ته په پرانستې وينا کښې حافظ نعيم ووئيل چې داتمې فرورۍ ددهاندلي زده اليکشن دوه کاله مکمل شويدي، حکومت دعوامي تائيد نه محروم اؤ حکومتي رټ دنيشت برابر دے. دۀ ووئيل چې بلوچستان اؤ دملک په نورو برخو کښې ددهشت ګردۍ چپه پريشانه کوونکې ده، دۀ ووئيل چې ملک کښې دانتشار اسبابو کښې داخلي اؤ بهرني عناصر شامل دي، دۀ ووئيل چې دټرمپ مجوزه امن بورد کښې دپاکستان دشموليت مخالفت به کوو، مشرقف هم دامريکې حمايت کولو سره ملک دتباهۍ په لاره اچولے ؤ،افسوس چې موجوده حکمرانان هم هاغه لاره اختياروي، دحماس پاليسي دستائينې وړ ده، اسلامي تحريکونو ته ددې نه رهنمائي ترلاسه کول پکار دي، دتيراه صورتحال پريشانه کوونکے دے، دعوامو راويستلو سره به دهشت ګردي نۀ ختميږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0