پاکستان ا قازقستان مختلفو څانګو کښې مرستې ته دودې ورکولو عزم لري،قازق صدر سره داصف زرداري خبرې
اسلام اباد: صدرمملکت اصف علي زرداري وئيلي پاکستان ا قازقستان دسياسي اؤ معاشي څانګو پشمول علاقائي ډومين کښې مرستې ته دودې ورکولو عزم لري، پاکستان په امن ، رابطې اؤ دپائيداره ترقۍ مشترکه اهدافو حصول لپاره دقازقستان سره نزدې دعمل اشتراک لپاره تيار دے.
دسرکاري خبري ادارې اے پي پي ترمخه هغه ددې خيالاتوڅرګندونه دجمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف سره دخبرو په دوران کړې ده چې دهغه سره ئې دشورو په ماښام داسلام اباد په ايوان صدر کښې ليدنه کړې ده.
په ايوان صدر کښې يوه خصوصي درنه دستوره کښې صدرمملکت اصف علي زرداري دپاکستان اؤ قازقستان ترمينځ دتعلقاتو په وده کښې دخدماتو په اعتراف کښې دقازقستان صدر ته نشان پاکستان هم ورکړے دے.
ددواړو صدرانو ترمينځ مخ په مخ ليدنه شوې چې پکښې په اهمو دوه اړخيزه، علاقائي اؤ بين الاقوامي امورو خبرې اترې شويدي، ددې نه پس ددواړو ملکونو ترمينځ دوفدونو په کچه هم ملاقات شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0