دخېبرپښتونخوا حکومت تيراه کښې دبې کوره خلقو کفالت کوي،داپريشن حمايت نۀ،سلمان راجا

Feb 4, 2026 - 00:39
 0  2
دخېبرپښتونخوا حکومت تيراه کښې دبې کوره خلقو کفالت کوي،داپريشن حمايت نۀ،سلمان راجا

اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف رهنما سلمان اکرم راجا وئيلي دي چې  يو ائين هم قيدي دخبرو اترو نه نۀ شي منعې کولے، دپابندۍ جيل رول هم غيرائيني دے. دخېبرپښتونخوا حکومت تيراه کښې دبې کوره خلقو کفالت کوي،داپريشن حمايت نۀ،سلمان  اکرم راجا په  اسلام اباد هائيکورټ کښې ميډيا سره دخبرو په دوران ووئيل چې  هغه   دپي ټي ائي  دباني سره دملاقات  داجازت پۀ نۀ ورکولو  له امله دتوهين عدالت يو بل درخواست هم دائر کولو له راغلے دے، دۀ ووئيل چې  دقيدي نه خو ازادي تروړل کيږي  خو دهغه ژبه اؤ ذهن نۀ شي تروړل کيدے، کوم شخص چې کله دکوم قيدي سره ميلاويدو لپاره ځي نو دهغه  په ذهن اؤ ژبه چې څه راځي، هغه وئيلے شي،  په دې څه قسمه قدغن دائين مطابق نۀ دے، دۀ ووئيل  دنظام دخالي والي  دپټولو کوشش روان دےو کومه دروغ چې په اتمه فرورۍ وشول، دعوامو په ووټ چې کومه ډاکه واچول شوه، دهغې دشاته دغورزولو کوشش روان دے، دۀ ووئيل عوامو ته  دا پيغام ورکولے شي چې دهغوي مقدر صرف محکومي ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي