مردان کښې دپوليسو ددريوو اجرتي قاتلانو دوژلو دعوه
مردان(وحدت خبر) دمردان درستم او پارهوتي تاڼې پوليسو په مختلفو مقابلو کښې ددريوو انتهائي خطرناکو اجرتي قاتلانو دوژلو دعوه کړې چرې ترې وسله هم برامد کړے شوې ده.
دمردان پوليسو لخوا په دې اړه جاري کړے شوي بيان ترمخه پوليسو دقتل، په پوليسو ډو او نورو سنګينو جرمونو کښې دمطلوبو اشتهاري او اجرتي قاتلانو خلاف په مختلفو علاقو کښې کاميابې کارروايۍ کړيدي.
درستم تاڼې پوليس ايس ايچ او په قيادت کښې دګشت په دوران جالکي پل، کمرګۍ لار په علاقه کښې پوليس موجود وو چې ورته دمطلوب اشتهاري او اجرتي قاتلانو دموجودګۍ اطلاع ترلاسه شوه، پوليسو فوري ناکه بندي وکړه او چهاپه وهونکې کارروائي ئې وکړه، دبيان ترمخه ملزمانو دپوليسو ليدو سره سم سختې ډزې شروع کړې چې ورسره دپوليس ګاډي ته جزوي زيان ورسيدو خو پوليس محفوظ پاتې شول. دپوليس مقابلې په دوران دوه انتهائي خطرناک اجرتي قاتلان ابرار ولد خان غفور او محمد يعقوب ولد نور ګل ديعقوبي يارحسين اوسيدونکے دخپلو ملګرو دډزو په زد کښې راغلي او وژل شويدي.
دبيان ترمخه وژل شوي ملزمان دکانسټيبل اعظم داد او دهغه دورور دقتل پشمول په ګڼو مقدمو کښې مطلوب وو.
بيان کښې وئيل شويدي چې په دې دوران دهغوي دوه ملګرو دتيارې نه ګټه اخستې او تښتيدلي دي چې دګرفتارۍ لپاره ئې اپريشن روان دے.
بلخوا دپارهوتي تاڼې پوليسو خټ کلي ايراب سره نزدې په پوليسو ډزو کښې دککړو اجرتي قاتلانو خلاف دناکه بندۍ په دوران کارروائي کړې ده،ملزمانو په پوليسو ډزې کړې چې په دې پوليسو فوري او موثره جوابي کارروائي کړې ده چې پکښې يو انتهائي خطرناک اجرتي قاتل رحيم زاده عرف رګو ولد بل محمد دبغداده حاجي کورونه اوسيدونکے دخپل ملګري په ډزو ژوبل شوے اؤ په موقعه وژل شوے دے، دهغه بل ملګرے دوسلې سره تيښته کښې کامياب شوے دے.
وژل شوے ملزم دهيډکانسټيبل باسط عل دقتل پشمول قتل، اقدام قتل، پوليس باندې ډزو، منشيات، غلا او غيرقانوني وسلې په ګڼو مقدمو کښې مطلوب ؤ، دکارروايۍ په دوران يوه تمانچه هم لاسته راوړل شوې ده.
دټولو وژل شوو ملزمانو لاشونه قانوني کارروايۍ لپاره هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0