بنو کښې دپوليسو اؤ ترهګرو مقابله، دوه خوارج ووژل شول

Jan 26, 2026 - 15:03
 0  2
بنو کښې دپوليسو اؤ ترهګرو مقابله، دوه خوارج ووژل شول

 بنو( وحدت خبر) په ضلع بنو کښې دپوليسو اؤ ترهګرو مقابله شوې ده چې پکښې  دوه خوارج وژل شوي دي، دخېبرپښتونخوا پوليس ديو بيان ترمخخه دډوميل تاڼې حدودو کښې دډوميل پوليسو په موبائيل ترهه ګرو حمله کړې ده، پوليسو په وخت اؤ جرائت مندانه کارروائي کړې اؤ دترهه ګرو حمله ئې ناکامه کړې ده، دبيان ترمخه دډزو تبادله ٢٠ منټه جاري وه،دوژل شوو ترهه ګرو دقبضې نه وسله برامد کړے شوې ده. دډوميل تاڼې پوليس موبائيل دمعمول مطابق په ګشت روان ؤ چې کمپني روډ سره نزدې دوړاندې نه ناسترو دفتنه الخوارجو عناصرو  دپوليسو په پارټۍ ناڅاپي ناتاره ډزې شروع کړې،  دپوليس کارروايۍ نه پس سيمه کښې سرچ اپريشن شروع کړے شو چې په دې دوران ددوه ترهه ګرو لاشونه ترلاسه شول. دترهه ګرو لاشونه دقانوني کارروايۍ لپاره کے جي اين هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي