دتيراه اپريشن منظوري دصوبائي حکومت په رضامندۍ سره ورکړے شوې ده،ډاکټر عباد خټک

Jan 25, 2026 - 22:22
 0  13
دتيراه اپريشن منظوري دصوبائي حکومت په رضامندۍ سره ورکړے شوې ده،ډاکټر عباد خټک

 نوښار( سيد نديم مشواني)  دپاکستان مسلم ليګ(ن) رهنما اؤ دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ اپوزيشن ليډر ډاکټر عباد خټک وئيلي دي چې دتيراه اپريشن منظوري دصوبائي حکومت په رضامندۍ سره ورکړے شوې ده،ډاکټر عباد خټک وئيلي دي چې   دکډو کوونکو متاثرينو دښيګړې اؤ  ابادکارۍ لپاره  دڅلورو بلينو روپو دګرانټ باقاعده منظوري ورکړے شوې ده، دۀ وئيلي دي چې   په خېبرپښتونخوا کښې زر بدلون راتلونکے دے، صوبائي حکومت اولس ته په ريليف ورکولو کښې ناکامه شويدے. پبو کښې يوې نجي هاؤسنګ سوسائټۍ  خټک سټي کښې دپلاټونو دقبضې ورکولو دستورې ته په وينا کښې دۀ ووئيل چې  اسټريټ موومنټ دوړومبۍ ورځې نه ناکامه شوے دے، په اتمه فرورۍ به بيا مايوسي کيږي،  دخېبرپښتونخوا عوامو لپاره  ديارلسو کلونو کښې هيڅ نۀ دي ورکړے شوي، د هشت ګردۍ خلاف دمرکزي حکومت اقدامات دستائينې وړ دي، دۀ ووئيل چې پښتنو ته به امن ترلاسه کيږي، ددهشت ګردۍ خاتمه اؤ دپښتنو دمسائيلو حل زمونږ وړومبۍ ترجيح ده. دۀ ووئيل چې سهيل افريدے دخېبرپښتونخوا سرکاري وسائيلو استعمال سره احتجاجي تحريک چلوي. دۀ ووئيل چې دصوبائي حکومت داقداماتو په وجه په عوامو کښې مايوسي اؤ نااميدي خوريږي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي