نوښار، دبجلۍ دکرنټ په سبب لا ئن مين پحق ورسيدو
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار شيخ شهبازبابا زيارت پبو ټرانسفارمر کښې دکار په دوران ناڅاپي دکرنټ لګيدو په وجه لا ئن مين سوزيدلے اؤ پحق رسيدلے دے، پېسکو نوښار سټي ډويژن پبو ون سب ډويژن کښې وحيد لائن مين دريسکيو١١٢٢ اهلکارو دستنې نه راکوز کړے اؤ ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته ئې منتقل کړے دے، دنوښار ايکسئن دپېښې دتحقيقات حکم کړے دے، دپېسکو ملازمينو دلائن مين وحيد خان دمړينې په اعلى کچه دتحقيقاتو او دهغه کورنۍ ته دشهدا پيکج ورکولو غوښتنه کړې ده. لا ئن مين وحيد خان ابائي قبرستان امان کوټ پبو کښې خاورو ته سپارل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0