دعمران خان رهائي زمونږ يو نکاتي ايجنډا ده، وزيراعلى سهيل افريدے
نوښار( سيد نديم مشواني) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې دعمران خان رهائي اؤ دفاشسټ حکمرانانو نه نجات زمونږ دتحريک روح اؤ يوه نکاتي ايجنډا ده، په اتمه فرورۍ به هر چوک ډي چوک نعرې پورته کولو سره راوځو، عمران خان اؤ بشرى بي بي دتنهايۍ په قيد کښې ساتل شويدي، په ناحقه دقيد خپل قائد رهايۍ لپاره به اسټريټ موومنټ تر اتمې فرورۍ عروج ته بوځو اؤ په هاغه وخت به دراتلونکي لائحه عمل اعلان کولے شي، عمران خان اؤ دهغه ميرمنې سره دکورنۍ دملاقات اجازت نشته چې انتهائي تشويشناکه خبره ده اؤ مونږ ئې سخته غندنه کوو، څوک چې په ملاقات کښې خنډ جوړيږي، ورته پکار دي چې دملاقات اجازه ورکړي ګنې کۀ دا عوامي حرارت همدا شان سيوا شو نو ددې ذمه واري به په هغوي راځي، پرامنه يو اؤ پرامنه به يو، ائين مونږ ته دپرامنه احتجاج حق راکوي اؤ دا حق به مونږ ضرور استعمالوو، داسټريټ موومنټ په دوران چې کومه جذبه اؤ جوش وليدل شو، بې مثاله دے چې په دې تاسو ته سلام پيش کووم، تاسو ته دا جذبه اؤ جنون برقراره ساتل دي، مونږ به مخ په وړاندې ځو اؤ انشاء الله ستاسو دټولو خوب به پوره کيږي، پنجاب، سندهـ، هزاره هر اړخ ته دعمران خان درهايۍ لپاره کارکنان اؤ عوام پرجوش دي،پۀ هر قيمت به دخپل قائد عمران خان دقيد نه درها کولو نه پس ساه اخلو، ددې خيالاتوڅرګندونه دۀ داسټريټ موومنټ قافله کښې په جهګړا، تارو جبه، پبو اسټيشن، پيرپيائي، نوښار کينټ اؤ رشکۍ کښې استقباليه کيمپ اؤ عوامو ته په وينا کښې کړې ده. په اسټريټ موومنټ کښې په ګڼ شمير کښې کارکنان شريک شويدي، قافله چې دکومو کومو ځايونو نه تيره شوې، دعوامو لخوا پرې ګلونه شيندل شوي. وروسته دمردان کالج چوک ته په رسيدو وزيراعلى سهيل افريدي ته دروند هرکلے وئيل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0