خېبرپښتونخوا کښې ريکارډ واوره اووريده

Jan 23, 2026 - 21:59
 0  2
خېبرپښتونخوا کښې ريکارډ واوره اووريده

پېښور( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا کښې ريکارډ واوره  وريدلې ده چې ورسره  ګڼې مين شاهراه ګانې بندې شويدي چې دبحالۍ لپاره ئې کار روان دے، دذريعو وينا ده چې    دواورې وريدو له امله بونير کښې په شاهي دوسر روډ، چغرزئي کولائي روډ ګديزۍ ټريفک متاثره شويدے،  دشانګلې مين سوات بشام روډ اؤ يخ تنګي روډ دواورې وريدو له امله متاثره شوے دے،سرچينو  وئيلي دي چې  دکوم سيلګري يا مقامي تن دګيريدو اطلاع نشته خو دسړکونو نه دواورې لرې کولو کار روان دے.  په سوات کښې کالام روډ، مالم  جبه روډ اؤ ګليشيئر  نه مهوډنډ روډ باندې سخته واوره وريدلې ده، کالام اؤ مالم جبه روډ وروسته بحال کړے شوے دے. چترال لوئير کښې لواري ټنل نارتهـ، شيشي کوه، مدک لشټ، دروش، لسپور، ايوان، بوني، چترال، ګرم چشمه، ګرم چشمه نه تاګوبور، چترال بوني اؤ بوني روډ باندې  دواورې وريدو په وجه تګ راتګ متاثره شوے دے، اپر چترال کښې  مختلف رابطه سړکونه دواورې وريدو په وجه متاثره شويدي. کوز دير کښې شاهي روډ اؤ کلپاڼۍ لنک روډ  هم دواورې وريدو په وجه متاثره شويدي، کوز دير کښې لواري ټنل په عارضي توګه بند کړے شوے دے. مانسهره کښې کاغان ناران روډ اؤ بټال روډ دواورې وريدو په وجه متاثره شويدي. ايبټ اباد کښې مين نتهيا ګلۍ مري رود، ټهنډياني روډ، جي ډي اے اؤ سي اين ډبليو ټاؤن روډ متاثره شويدي، بټګرام کښې الائي  بننه روډ اؤ اوغي ګنداؤ رو باندې سخته واوره شوې ده چې دبحالۍ لپاره ئې کار روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي