دباجوړ جرګې دامن قيام لپاره دوزيراعلى دملاتړ اعلان

Jan 18, 2026 - 22:43
 0  3
دباجوړ جرګې دامن قيام لپاره دوزيراعلى دملاتړ اعلان

پېښور( وحدت خبر)  په باجوړ کښې داسمبلۍ  په غړو اؤ مشرانو مشتمل جرګې په صوبه کښې دامنيت دټينګښت لپاره  دوزيراعلى سهيل افريدي دملاتړ اعلان کړے دے.  دوزيراعلى سهيل افريدي په مشرۍ دضلع باجوړ پارليمنټيرينز، قومي مشرانو باندې مشتمل  جرګه ترسره شوې ده، دباجوړ جرګې  پۀ وزيراعلى  داعتماد اظهار کړے اؤ دمکملې مرستې يقين دهاني ئې ورکړې ده، جرګې په صوبه کښې دامن وامان صورتحال، پاک افغان تعلقاتو بهترۍ اؤ ترقياتي حکمت عملۍ باندې غور کړے دے، وزيراعلى په دې موقعه په باجوړ کښې اوسني اپريشن کښې  دجزوي متاثره کورونو دبيا جوړولو لپاره درقم يو لک ٦٠ زره نه ٥ لکه روپو ته دغزولو اعلان کړے دے.  داجلاس برخه والو لخوا دمستقل امن قيام په لړ  کښې تجويزونه پيش کړے شويدي. سهيل افريدي وئيلي دي چې په صوبه کښې دامن قيام لپاره قبائيلي مشرانو، عوامو، پوليس اؤ سيکورټي فورسز  دخپلو ځانونو نذرانې پيش کړيدي، په ٢٠١٨م کښې دقربانيو په وجه په ملک کښې مکمل امن قائم شوے ؤ ، اوس  قصداً دحالاتو خرابولو کوشش روان دے، وزيراعلى ووئيل چې دبندو کوټو فيصلو سره هميشه حالات خراب شويدي، دامن وامان د قيام موثره  طريقه  دقبائيي مشرانو اؤ صوبائي حکومت په اعتماد کښې اخستو سره فيصله سازي ده، مونږ به په يو شان هم  دناکامه پاليسۍ  برخه نۀ جوړيږو، دامن وامان لپاره دباجوړ عومو اؤ قبائيلي مشرانو کردار دستائينې وړ دے،  دفاټا انضمام په وخت دسلو اربو روپو کليزه وعده شوې وه تير کال کښې صرف ١٦٨ اربه روپۍ ورکړے شويدي، ٥٣٢ اربه روپۍ دوفاق په ذمه دي، داے ائي پي په مد کښې  وفاقي حکومت فنډز نۀ ورکوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي