مانسهره:دحقيقي ازادۍ جدوجهد ورځ په ورځ مضبوطيږي،سهيل افريدے

Jan 17, 2026 - 22:20
 0  7
مانسهره:دحقيقي ازادۍ جدوجهد ورځ په ورځ مضبوطيږي،سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي داسټريټ موومنټ په سلسله کښې دټول هري پور ضلعې نه مانسهرې پورې  دترسره شوې  ريلۍ قيادت کړے دے، په دې موقعه هغه هري پور، ايبټ اباد اؤ دمانسهرې  په مختلفو مقاماتو دريلۍ شرکاؤ اؤ استقباليې ته وينا کړې ده، وزيراعلى ووئيل چې  قائد عمران خان داسټريټ موومنټ باقاعده دتيارۍ حکم کړے دے اؤ هم  ددې هدايت په تعميل کښې    په ټول ملک کښې  ددې تحريک  منظمه تياري  دجوش اؤ جذبې سره  جاري ده، دۀ ووئيل چې  دعمران خان پيغام دملک ګوټ ګوټ پورې رسول کيږي اؤ دا اسټريټ موومنټ به ددې عروج ته رسولے شي،  دۀ ووئيل چې په دې تحريک کښې دملک هر ښار، هر کلي اؤ هر چوک به دتحريک مرکز جوړيږي اؤ   دا ځل به هر چوک ډي چوک وي چرته چې به عوام دخپل حق لپاره غږ پورته کوي، په ضلع هري پور کښې دخطاب په دوران وزيراعلى ووييل چې دهري پور عوام دعمران خان سره کلک ولاړ دي، خو دبدقسمتۍ نه دعوامو په مينډيټ يوځل بيا ډاکه  اچول شوې ده، دۀ ووئيل چې په عوامي مينډيټ حمله په اصل کښې په جمهوريت حمله ده چې په يو صورت کښې به هم نۀ شي  منلے، دۀ ووئيل چې دپنجاب اؤ سندهـ دمختلفو ضلعو دورې ئې کړي  چرته چې دعمران خان پيغام نيغ په نيغه عوامو ته رسول شوے دے، کراچۍ، لاهور، حيدراباد اؤ نورو ضلعو کښې دعوامو لخوا چې  دکوم جوش اؤ جذبې اؤ وابستګۍ  اظهار وکړے شو، هغه ددې خبرې ثبوت دے چې   عمران خان نن هم دعوامو دزړونو اواز دے، دۀ ووئيل چې کومو خلقو دا دعوه کوله چې  عمران خان ختم شوے دے، هغوي دې نن وګوري چې په ټول ملک کښې صرف دعمران خان  دنوم انګازه ده. وزيراعلى ووئيل چې  دقائد عمران خان په قيادت کښې  چې کوم دحقيقي ازادۍ جدوجهد شروع کړے شوے دے، هغه ورځ په ورځ مضبوطيږي، زمونږ جدوجهد دمضبوط جمهوريت، ازادې عدليې اؤ ازادې ميډيا دبحالۍ لپاره دے اؤ ددې مقصد لپاره به دکومې قربانۍ نه ډډه نۀ شي کولے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي