صوابۍ کښې دترقياتي کارونو تيزولو اؤ موثره کولو لپاره په مربوطې حکمت عملۍ اتفاق وکړے شو

Jan 16, 2026 - 08:40
 0  7
صوابۍ کښې دترقياتي کارونو تيزولو اؤ موثره کولو لپاره په مربوطې حکمت عملۍ اتفاق وکړے شو

پېښور( وحدت خبر) داعلى تعليم اؤ بلدياتو صوبائي وزيرمينا خان افريدي په مشرۍ  دصوابۍ دترقياتي منصوبو په اړه غونډهترسره شوې ده،غونډه کښې په صوابۍ کښې دجاري اؤ ائنده ترقياتي منصوبو په اړه تفصيلي جائزه اخستل شوې ده دپاکستان تحريک انصاف مرکزي سينئر رهنما اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر  هم په دې غونډه کښې شرکت کړے دے، په غونډه کښې  دريليف ، بحالۍ اؤ ابادکارۍ صوبائي وزير عاقب الله خان، دتحصيل صوابۍ چئيرمين عطاء الله خان اؤ دډيپارټمنټ اعلي افسرانو هم شرکت کړے دے، په غونډه کښې ،صوابۍ کښې دترقياتي کارونو تيزولو اؤ موثره کولو لپاره په مربوطې حکمت عملۍ اتفاق وکړے شو، ديونيورسټي اف صوابي انتظاميې  ديونيورسټۍ په حواله تفصيلي بريفنګ ورکړے دے. په بريفنګ کښې دتعليمي اؤ انتظامي ضرورتونو، انفراسټرکچر بهترۍ اؤ زده کوونکو ته دمعياري تعليمي سهولتونو فراهمۍ لپاره په مختلفو تجويزونو دخيالاتو تبادله شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي