دتورخم پولې بنديدو خلاف لنډي کوتل کښې احتجاج
تورخم( وحدت خبريال) دتورخم پولې بنديدو خلاف په لنډي کوتل بآزار کښې سياسي اؤ سماجي شخصياتو، تاجر ورورولۍ، کسټم کلئيرنس ايجنټانو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو، دلنډي کوتل بازار دوکاندارانو اؤ عوامو داتوار په ورځ احتجاج کړے دے. په احتجاجي جلسه کښې شريکو خلقو دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې تورخم پوله دې دتجارتي سرګرميو اؤ پيدل تګ راتګ لپاره فوري بحال کړے شي، ګنې دويم صورت کښې به احتجاج لا پراخه کولے شي. دخېبر سياسي اتحاد صدر اؤ دجماعت اسلامي لنډي کوتل امير مراد حسين افريد جلسې ته په وينا کښې ووئيل چې کۀ چرې پوله نۀ نيستلے شوه نو باب خېبر، پېښور پريس کلب اؤ دګورنر هاؤس مخې ته به احتجاجي دهرنې ورکولے شي. احتجاجي جلسه کښې شريکو خلقو دحکومت نه غوښتنه وکه چې دتورخم پولې خلاصولو په اړه دې دافغانستان سره ړواضحه لائحه عمل وټاکلے شي اؤ پوله دې دتجارتي سرګرميو اؤ پيدل تګ راتګ لپاره پرانستلے شي. دلنډي کوتل تحصيل چئيرمين شاه خالد شينواري ووئيل چې ددريوو مياشتو نه دزياتې مودې راهسې دنورو سرحدونو پشان دتورخم پوله هم دتجارت او تګ راتګ لپاره بنده ده چې ورسره دواړو اړخو ته خلق اؤ په خصوصي توګه ټوله سيمه په عمومي توګه سخته متاثره شوې ده. دۀ ووئيل چې خلق په لوږو کولو مجبور دي خو حکومت په دې اړه هيڅ فکر نۀ لري. دۀ ووئيل چې دامريکې په افغانستان کښې دجاري جنګ په دوران هم دا بارډر دومره اوږدې مودې لپاره نۀ ؤ بند شوے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0