داډياله جيل نه بهر دعليمه خان دهرنا ختمه، دواټر کينن استعمال
پينډۍ( وحدت خبر) په راولپينډۍ کښې دجيل نه بهر دپاکستان تحريک انصاف دباني عمران خان سره دملاقات دجازت په نۀ ورکړے کيدو دهغه خويندو اؤ دپارټۍ کارکنانو لخوا ورکړے شوې دهرنا دپوليسو دکاررايۍ نه پس ختمه کړے شوې ده. دنهې په ورځ دملاقات لپاره په ټاکل شوې ورځ داډياله جيل په خواؤشا کښې دسيکورټي سخت انتظامات شوي وو، دفعه ١٤٤ نافذ وه، په مختلفو مقاماتو ناکې لګول شوې وې اؤ دپوليسو درنه نفري تعينات وه، واټر کينن هم په موقعه موجوده ؤ. دپي ټي ائي دباني خويندې عليمه خان، عظمى خان اؤ نورين خان دملاقات لپاره اډياله جيل ته رسيدلې وې خو پوليسو هغوي په فيکټري ناکه ودرولې اؤ دمخکښې تللواجازت ئې ورنۀ کړو. په دې صورتحال دپي ټي ائي دباني خويندو دپارټۍ مشرانو اؤ کارکنانو سره يو ځائے دجيل سره نزدې دهرنا ورکړه، دتحريک انصاف کارکنانو نعره بازي هم کوله. عمرا خان سره دملاقات لپاره بيرسټر ګوهر خان، بيرسټر سلمان اکرم راجهو طاهر سلذان، ملک شجاعت جندران، محمد مدثر او احمد نديم ګورايه پشمول نور مشران هم موقعې ته رسيدلي وو خو چاته هم دملاقات اجازت ورنۀ کړے شو. عليمه خان ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل چې هغه به دهرنا نۀ ختموي،کۀ واټر کينن پرې استعمال کړے شي او کۀ ګرفتار کؤے شي.دې وئيلي کۀ کارکنان ترې لاړ هم شي اؤ يوازې پاتې شي بيا به هم نۀ پورته کيږي. عليمه خان دپارټۍ دقيادت په کمې حاضرۍ دخفګان اظهار هم کړے اؤ وئيلي ئې دي چې ټولو ته اډياله جيل ته رارسيدل پکار وو. پوليسو مظاهرينو ته دپرامنه منتشر کيدو هدايت وکړو اؤ دعليمه خان پشمول ئې دپارټۍ مشرانو سره مذاکرات وکړل، دپوليس لخوا ديوې ګينټې وخت ورکړے شوے ؤ، خو دمقرر شوي وخت تيريدو نه پس پوليسو پيش قدمي شروع کړه. دواټر کينن استعمال سره ددهرنې برخه وال منتشر کړے شول، دکارروايۍ په دوران عليمه خان اؤ نورې زنانه هم په اوبو لمدې شويدي، دپوليسو دپيش قدمۍ وروسته زياتره کارکنان دموقعې نه لرې شويدي خو دپي ټي ائي باني خويندو ددهرنې ختمولو نه انکار کړے دے چې په دې پوليسو هغوي په حراست کښې اخستي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0