کوهاټ نه خرلاچۍ پورې به ١٩٢ کلو ميټره ريلوے پاټلۍ غوړولے شي،دوزيراعلى مشرۍ اجلاس کښې فيصله
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى محمد سهيل افريدي په شمرۍ کښې دريلوے په اړه يو اهم اجلاس خېبرپښتونخوا هاؤس اسلام اباد کښې ترسره شوے دے چې پکښې کوهاټ نه خرلاچۍ پورې دټرين سروس پشمول په صوبه کښې په موجودو مختلفو ريلوے ټريکس دجديد ټرينونو په چلول کيدو تفصيلي غور شوے دے، اجلاس ته بريفنګ کښې وئيل شويدي چې کوهاټ نه خرلاچۍ پورې ١٩٢ کلو ميټره اوږد نوے ريلوے ټريک به غوړولے شي، کوهاټ نه خرلاچۍ پورې ريلوے منصوبه باندې به ٦٤٢ ملينه ډالر لګښت راځي، منصوبه به په دوه کلونو کښې مکمل کولے شي، همدغه شان وئيل شويدي چې ددې منصوبې فزيبليټي اسټډي مکمل کړے شوې ده اؤ دزمکې دخريدارۍ عمل جاري دے، وزيراعلى ووئيل چې کوهاټ نه خرلاچۍ پورې ټرين سروس دوخت اهم ضرورت دے، منصوبې سره به سفري سهولتونو ترڅنګ تجارتي سرګرميو ته هم وده ترلاسه شي، اجلاس کښې جمرود نه لنډي کوتل پورې ٣٢ کلو ميټره ټريک باندې دسفاري ټرين چلولو په اړه هم غور شوے دےو وزيراعلى متعلقه چارواکو ته دريلوے منصوبو لاپره ټائم لائينز سره دپلان تيارولو اؤ دصوبې په نورو لويو ښارونو کښې هم دټرينونو چلولو لاپره داقداماتو هدايت کړے دے، اجلاس کښې دخېبرپښتونخوا حکومت اؤ پاکستان ريلوے ترمينځ دتعاون اؤ اشتراک په غزولو هم اتفاق شوے دے اړ داولسي وګړو سهولت لپاره دنوې جذبې سره دکار کولو عزم څرګندونه شوې ده. وزيراعلى اجلاس ته په وينا کښې ووئيل چې دصوبې داولس په مفاد کښې بهه پاکستان ريلوے ته مکمل تعاون فراهم کولے شي، اجلاس کښې دصوبې قديم اؤ تاريخي ريلوے اسټيشنو بحالۍ، ريلوے اسټيشنو صفايۍ اؤ صفايۍ، ښکلا اؤ ډول سينګار اؤ دټريکس اړخونو ته دګرين بيلټس په تعمير هم تفصيلي غور شوے دے. دخزانې مزشير مزمل اسلم، چيف سيکرټري شهاب علي شاه، ايډيشنل چيف سيکرټري پلانننګ اؤ ډويلپمنټ اکرام الله، سيکرټري پاکستان ريلوے اؤ دټرانسپورټ محکمې چارواکي هم په اجلاس کښې شريک وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0