دوزيراعلى ددورې نه پس دايل ار ايچ ډائريکټر دعهدې نه فارغ

Dec 17, 2025 - 22:53
 0  1
دوزيراعلى ددورې نه پس دايل ار ايچ ډائريکټر دعهدې نه فارغ

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي سهيل افريدي دناڅاپي دورې نه پس دليډي ريډنګ هسپتال ډائريکټر دناقصه کارکردګۍ په بنياد  په فوري توګه دخپلې عهدې نه لرې کړے شوے دے، دليډي ريډنګ هسپتال ډائريکټر دبرطرفۍ  نوټيفيکيشن کښې وئيل شويدي چې  دوزيراعلى دمعائنې په دوران  دمريضانو څارنه اؤ انتظامي امور تشويشناک حده پورې  کمزورې موندل شوي دي. په مراسله کښې وئيل شويدي چې دوزيراعلي په هدايت دپيډز ايمرجنسي مشر معطل کړے شوے اؤ دفيکټ فائنډنګ انکوائري شروع کولو هدايت هم شوے دے ځکه چې دنوو زيږيدلو ماشومانو اؤ ايمرجنسي مريضانو په څارنه کښې څه قسمه غفلت ناقابل قبول ګرځول شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي