دامريکې براؤن يونيورسټۍ کښې په ډزو دوه تنه وژل شوي، اتۀ ژوبل

Dec 14, 2025 - 10:49
 0  3
دامريکې براؤن يونيورسټۍ کښې په ډزو دوه تنه وژل شوي، اتۀ ژوبل

واشنګټن( ميډيا رپورټ) دامريکې رياست رهوډ ائي لينډ مشعورې ائيوي ليګ براؤن يونيورسټۍ  کښې  دامتحانونو په دوران يو نامعلوم وسله وال تن ډزې کړيدي چې له امله ئې دوه کسان وژل شوي اؤ اتۀ نور ژوبل شويدي چې پکښې  دځينو حالت نازک ښودلے شي، دعالمي ميډيا رپورټ ترمخه حمله کوونکے په تېښته دے، ډزې ديونيورسټۍ دانجنئيرنګ اؤ فزکس اووۀ منزله عمارت بارس اينډ هولي کښې هاغه وشوې کله چې زده کوونکي په امتحانونو ورکولو کښې مصروف وو. يو طالب علم مقامي ميډيا ته وئيلي هغه له ويرې تر دوو ګينټو ديو ميز لاندې پټ شوے ؤ. پوليسو وئيلي حمله کوونکي دتور رنګ لباس اغوستے ؤ چې يو سړے ؤ اؤ وروسته پيدل تښتيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي