د اسلام اباد چاؤدنه په حکومتي کارکردګۍ سواليه نخښه ده، ايمل ولي خان

Nov 11, 2025 - 18:01
 0  4
د اسلام اباد چاؤدنه  په حکومتي کارکردګۍ سواليه نخښه ده، ايمل ولي خان

پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر ايمل ولي خان په اسلام اباد کښې  دشوې چاؤدنې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده اؤ پۀ قيمتي انساني زيان ئې دژور  خفګان اؤ افسوس اظهار کړے دے،  ايمل ولي خان وئيلي دي چې   د اسلام اباد چاؤدنه  په حکومتي کارکردګۍ سواليه نخښه ده، ايمل ولي خان  وئيلي دي چې  مونږ څو ځله خبردارے ورکړے ؤ چې دترهه ګرو لپاره نرمه ګوشه ساتل به دملکي سلامتۍ لپاره تباه کوونکې ثابت شي، دۀ وئيلي دي چې  دا د هاغو پاليسيو ناکامي ده دکومو لاندې چې دترهه ګرو دمين سټريږ کولو کوشش شويدے. ايمل ولي خان وئيلي دي چې  مونږ واضحه کړې وه چې کۀ چرې سنجيده اؤ غيرمبهم اقدامات ونۀ کړے شول نو دا اور به خور شي، ايمل ولي خان پخل بيان کښې وئيلي دي چې  دپي ټي ائي حکومت سهولت کارۍ  دهشت ګردو ته دوباره دمنظم کيدو موقعه فراهم  کړې ده. دا خبره هم افسوسناکه ده چې په دې جرم کښې دشريکو کردارونو خلاف  تر ننه کومه کارروائي نۀ ده شوې. ددهشت ګردۍ مکملې خاتمې لپاره  دې يو جامع، واضحه اؤ بغير دامتياز نه قومي حکمت عملي مرتب کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي