ددشمن سره مو هاغه څه وکړل کوم چې يو باوقاره قوم کولے شي، دوزيراعظم قوم ته خطاب

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې ددشمن سره مو هاغه څه وکړل کوم چې يو باوقاره قوم کولے شي، زمونږ ميړنو ځوانانو په څو ګينټو کښې ددشمن سره هاغه څه وکړل چې دنيا به ئې ياد ساتي.
وزيراعظم شهبازشريف دهند په ضد دپاکستاني پوځونو دبنيان مرصوص عملياتو وروسته قوم ته پخپله وينا کښې قوم ته مبارکي ورکړه اؤ وې وئيل چې تاسو پخپل اتحاد سره دنيا ته ثابت کړه چې تاسو يو خوددار قوم يئ اؤ په مشکل وخت کښې دخپلو وسله والو فوجونو سره داوسپنې دديوال پشان ولاړ يئ.
دۀ ووئيل چې هند دپهلګام دپېښې په بهانې جوړولو سره جنګ مسلط کړے دے، مونږ بغير دځنډ نه دشفافو او غيرجانبدارانه تحقيقاتو پيش کړے، په بهارتي الزامونو مو دتحمل او برداشت مظاهره وکړه.
وزيراعظم ووئيل چې بهارت پخپل غرور کښې زمونږ دسرحدونو حرمت پامال کړو، داولسي وګړو، مساجدو او ابي ذخيرو دپه نخښه کولو کوشش ئې وکړو، بيا مونږ دشمن ته هم په هاغه ژبه کښې دجواب ورکولو فيصله وکړه په کوم چې هغه بهتر پوهيږي، مونږ واضحه کړه چې کوم ملاقات په ميز کيدل وو هغه به دجنګ په ميدان کښې کيږي.
دۀ ووئيل ددښمن ټولې وسله خانې، هيډکوارټرز، توپ خانې، رافيل وغيره ټول ناکامه شويدي.
شهبازشريف ووئيل عوامو دفتح لپاره الله پاک ته دعا کوله دکوم په نتيجه کښې چې رب مهرباني وکړه اؤ مونږ ته ئې شانداره فتح راکړه، درب چې څومره شکر ادا کړو هغه کم دے.
وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي کاميابۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا، سپه سالار جنرل سيد عاصم منير، ايئير چيف مارشل ظهير بابر، نيول چيف ايډمرل نويد اشرف اؤ هر ځوان او افسر ته دعقيدت پيرزوئينې او سلام وړاندې کووم.
هغه ووئيل دلته دجنرل سيد عاصم منير دخپل او خپل قوم له اړخه دزړۀ دتل نه شکريه ادا کووم چې دهغه په دانشمندانه او ميړني قيادت کښې دا عظيمه معرکه سر شوه.
What's Your Reaction?






