. صوبائي حکومت به دهيڅ قسمه ملټري اپريشن اجازت نۀ ورکوي، وزيراعلى سهيل افريدي

Jan 5, 2026 - 22:22
 0  2
. صوبائي حکومت به دهيڅ قسمه  ملټري اپريشن اجازت نۀ ورکوي، وزيراعلى سهيل افريدي

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  په مشرۍ کښې  دصوبائي کابينې غونډه ترسره شوې ده، دوزيراعلى  داطلاعاتو ځانګړي مرستيال شفيع جان ترمخه  په غونډه کښې دسمندر پورې پاکستانيانيانو دپراپرټيز ايکټ ٢٠٢٥م منظوري ورکړے شوې ده، شفيع جان وئيلي دي چې سمندر پورې پاکستانيان  دملک معاشي ترقۍ کښې اهم کردار ادا کوي، بهر ملک کښې دميشته پاکستانيانو په ملک کښې  دجائيدادونو تحفظ به يقيني کوو، اسپيشل  کورټس جوړيدو سره به دپرارټۍ  معاملات حل شي. شفيع جان وئيلي دي چې  اسپيشل ايجوکيشن کمپليکس حيات اباد لپاره دبسونو دخريدارۍ منظوري هم ورکړے شوې ده.

 کابينې دخېبرپښتونخوا اسټيبلشمنټ اف اسپيشل کورټس ايکټ ٢٠٢٥م منظوري ورکړې ده دکوم لاندې چې به  په بهر ملکونو کښې دميشته پاکستانيانو دجائيدادونو تحفظ اؤ تنازعاتو دفوري حل لپاره خصوصي عدالتونه جوړولے شي، ايکسائز ټيکسيشن اينډ نارکوټکس کنټرول دعملې لپاره دپوليس په طرز دشهيدانو پيکج تجويز کابينې کميټۍ ته سپارل شوے دے، دټولو يونيفارم فورسز لپاره جامع يونيفارم پاليسۍ جوړولو هدايت هم شوے دےو  داسپيشل ايجوکيشن کمپليکس حيات اباد لپاره دبسونو دخريدارۍ اؤ زمونږ کور زيرکفالت  ماشومانو لپاره دټرانسپورټ بندوبست منظوري هم ورکړے شوې ده. دسوشل ويلفئير محکمې  بې کوره کسانو لپاره خصوصي اقداماتو اؤ  سياحتي ضلعو کښې  ديخنۍ موسم په دوران دسيلګرو لپاره  دانتظاماتو يقيني کولو هدايت شوے دے. دابپاشۍ محکمې  ته  دبل صفايۍ لپاره ٩٠٠ ملينه روپو فنډز منظور کړے شوے دے، دمهم په شفاف  اؤ منظم انداز کښې دمکمل کولو اؤ موسمي پيشګويو مطابق دحفاظتي اقداماتو هدايت شوے دے. دګرينډ کرم يوتهـ کنونشن  ترسره کولو لپاره دشپږ ملينه روپو منظوري ورکړے شوې ده اؤ په نورو ضلعو کښې هم ديوتهـ کنونشنز ترسره کولو هدايت شوے دے. نيشنل پارکس، وائيلډ لائف منصوبو، ضم شوو ضلعو کښې  دځنګلونو عملې اؤ صوبائي محتسب دفتر لپاره دګاډو دخريدارۍ منظوري هم ورکړے شوې ده.

وزيراعلى سهيل افريدي صوبائي کابينې ته پخپله وينا کښې وئيلي دي چې   خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې دټولو سياسي اؤ مذهبي جماعتونو او هر مکتبه فکر په نمائندګانو مشتمل ګرينډ جرګه ترسره شوې ده، امن جرګه کښې په متفقه توګه پينځلس نکاتي ايجنډا منظوره کړے شوې ده. په پينځلس نکاتي ايجنډا کښې واضحه کړے شوې ده چې ملټري اپريشن دکومې مسئلې حل نۀ دے،  دخېبرپښتونخوا حکومت هم دا واضحه موقف دے چې ملټري اپريشن  دمسائيلو حل نۀ دے. په بندو کوټو کښې شوې فيصلې  کۀ په صوبه مسلذ کړے شوې نو ټولو اسټيک هولډرانو کښې به تشويش پيدا کيږي، يو فرد يا يوه اداره په زور زبردستۍ په صوبه فيصلې نۀ شي مسلط کولے، دزبردستۍ دفيصلو به هاغه نتيجې نۀ وي کومې چې فيصله کوونکي غواړي، امن دخېبرپښتونخوا اؤ ټول پاکستان مشترکه ضرورت دے.  پائيداره اؤ مستقل امن لپاره جامع اؤ همه ګيرې پاليسۍ ته ضرورت دے، دپائيداره امن لپاره  په ټولو ادارو، سياسي اؤ مذهبي جماعتونو اؤ قبائيلي مشرانو مشتمل جامع پاليسي ضروري ده. کۀ ټول فريقين په شريکه سره کښيني  نو موثره پاليسي به  جوړه شي اؤ امن به بحال شي، دبندو کوټو فيصلو سره به امن نۀ بحاليږي اؤ نۀ به ورسره هم دعوامو اعتماد قائميږي. صوبائي حکومت به دهيڅ قسمه  ملټري اپريشن اجازت نۀ ورکوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي