عمران خان اؤ بشرى بي بي دتوشه خانه -٢ کيس فيصله چيلنج کړه
اسلام اباد( وحدت خبر) دپي ټي ائي باني عمران خان اؤ دهغه ميرمنې بشرى بي بي دتوشه خانه -٢ کيس فيصله چيلنج کړې ده، دسزا خلاف اپيلونه دوکيل خالد يوسف چوهدري په توسط سره دائير کړے شويدي، عدالت کښې دائير کړي اپيل کښې موقف اختيار کړے شوے چې انعام شاه چې برطرف کړے شوے ؤ، عدالت دهغه په بيان انحصار کړے دے. عدالت دوعده معاف ګواه په بيان انحصار وکړو کوم چې نۀ شو کيدے، استغاثه دعمران خان اؤ بشرى بي بي خلاف کيس ثابتولو کښې ناکامه راغلې ده. په عدالت کښې دائير کړے شوي درخواست کښې عمران خان اؤ بشرى بي بي دتوشه خانه -٢ کيس دفيصلې کالعدم ګرځولو خواست کړے اؤ موقف ئې اختيار کړے دے چې په يو جرم کښې څو ځله سزا نۀ شي ورکړے کيدے، اسپيشل سنټرل عدالت ته دسماعت اختيار نۀ ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0