حماس دامريکې دغزه امن منصوبه ومنله
فلسطيني مزاحمتي ډلې حماس دامريکې دغزه امن منصوبه ومنله، دبرطانوي خبري ادارې رائټرز درپورټ ترمخه حماس دصدر ټرمپ شل نکاتي غزه امن منصوبه تر ډيره حده منلې ده، دخبر ترمخه حماس وئيلي دي چې دټولو يرغماليانو، کۀ ژوندي او کۀ مړۀ، واپس کولو ته اماده شوي يو، حماس وئيلي دي چې وسلې به دمستقبل فلسطيني حکمرانانو ته حواله کوو، دحماس بيان کښې وئيل شويدي چې دمينځګړو دلارې په مذاکراتو کښې شامليدو ته هم تيار دے. دحماس ترمخه دغزه انتظام به ازاد ټيکنوکريټس فلسطيني باډۍ ته حواله کوو. حماس وئيلي دي چې دجنګ بندۍ لپاره دعرب، اسلامي، بين الاقوامي اؤ صدر ټرمپ دکوششونو ستائينه کوو. تنظيم پخپل بيان کښې وئيلي دي چې دوي خپل قيادت، فلسطيني ډلو، فورسز، ثالثانو اؤ ملګرو سره مشاورت کړے دے. دغزه جنګ ختمولو اؤ اسرائيلي فوج دمکملې انخلا په بدل دټولو اسرائيلي يرغماليانو رها کولو ته تيار يو، دقيديانو په تبادله کښې هلاک اسرائيليان هم شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0