نوښار،دميرمنې پخلا کولو کښې په ناکامۍ دخاوند ډزې،څلور قتل
دنوښار اکبرپوره زخي ټيټاري کلي کښې دمرورې ميرمنې پخلا کولو کښې په ناکامۍ يو خاوند پخپلې سخرګنۍ وسله واله حمله کړې ده چې پکښې دهغه دخواښې اؤ سخر پشمول څلور تنه وژل شويدي
دډسټرکټ پوليس افسر نوښار احمد شاه ترمخه ترمخه دملزم خاوند عامر علي په ډزو دهغه خواښې، سخر،اوښے اؤ دميرمنې ماما په موقعه پحق رسيدلي دي.
دپوليسو وينا ده چې دملزم خاوند مرورې ميرمنې اقراء کچن ته په تېښتې کولو سره ځان بچ کړے دے. فيملي عدالت پبو کښې ملزم خاوند عامر علي ته حکم کړے ؤ چې هغه دې دسخرکور ته لاړ شي اؤ مروره ميرمن دې دځان سره واپس بوځي. دغه خبره داکبرپورې تاڼې ايس ايچ او سب انسکټر اياز خان کړې ده
په وژل شوو کسانو کښې دملزم ٦٦ کلن سخر مشتاق خان ، خواښې منتحى بي بي، اوښے اشتياق خان اؤ دميرمنې ماما حيات خان شامل دي. دوژل شوو کسانو مړي ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته منتقل کړے شويدي. ملزم دپېښې وروسته تښتيدلے دے چې لټون ئې روان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0