دخېبرپښتونخوا حکومت درانسکوريدو هيڅ امکان نشته، بيرسټر سيف
دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې دخېبرپښتونخوا حکومت درانسکوريدو هيڅ امکان نشته.
په سوات کښې ميډيا سره دخبرو په دوران بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې داميرمقام ورور دوزيراعلى جوړيدو ډير شوق لري خو اوس دډاکټر عباد خان دوزيراعلي جوړيدو تر لرې ، لرې امکان نشته.
دۀ ووئيل چې ددهشت ګردۍ دخاتمې لپاره پرعزم يو، تيره ورځ په باجوړ کښې افسوسناکه پېښه شوې وه چې تحقيقات ئې روان دي.
دمخصوصو چوکونه پس پيدا شوي سياسي صورتحال اؤ جاري ګنګوسو په اړه د اطلاعاتو مشير ووئيل چې دخېبرپښتونخوا حکومت درانسکوريدو هيڅ امکان نشته اؤ نۀ هم دا کومه داسې مسئله ده.
دسوات سانحې په موقعه دحکومتي هيلي کاپټر دنۀ رسيدو په پوښتنه بيرسټر سيف ووئيل دسوات سانحه ډيره افسوسناکه ده، دريسکيو اهلکارو ٨٠ کسان ژغورلي وو،په کوم هيلي کاپټر کښې چې مونږ راغلي يو دا وړوکے دےاؤ دحفاظتي سرګرميو لپاره نۀ دے.
دۀ ووئيل چې دريسکيو لپاره په طبي امداد سمبال هيلي کاپټر وي چې پکښې دامدادي سرګرميو لپاره الات موجود وي، کۀ موسم خراب وي نو سرکاري هيلي کاپټر هم سفر نۀ شي کولے.
بل لوري ته په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر ډاکټر عبادالله وئيلي دبيرسټر سيف دهيلي کاپټر دلارې دسوات دوره دمتاثرينو په زخمونو دمالګې دوړول دي.
ډاکټر عبآدالله وئيلي په سوات کښې دراګيرو عوامو لپاره هيلي کاپټر نۀ ؤ خو دوزيرانو لپاره موجود دے، دبيرسټر سيف دوره دمتاثرينو دجذباتو مجروحه کول مترادف خبره ده.
دۀ وئيليدي چې دسوات دشهيدانو دوارثانو نظرانداز کولو سره فضائي دورې روانې دي، دحکومتي نمائندګانو نمائش دماثرينو تذليل دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0