کالام،دکشتۍ حادثه کښې دمړو شمير څلورو ته ورسيدو
دسوات ضلعې په کالام شاهي باغ سيمه کښې دکشتۍ حادثه کښې دمړو شمير څلورو ته رسيدلے دے، ددوه ماشومانو لاشونه ددريائے سوات نه برامد کړے شوي اؤ دمټې هسپتال ته منتقل کړے شويدي، دکشتۍ مالک خلاف مقدمه درج کړې شوې ده
دريسکيو١١٢٢ پشمول ټولو ادارو په ريسکيو اپريشن کښې برخه اخستې ده، ديو بې دترکه ماشوم لټون روان دے، پېښه کښې دمړو شوو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره دے چې دشيرګړهـ مردان استوګن دي. دوه زنانه پخپل مينځ کښې مور اؤ لور وې، دپېښې ښکار شوې يوې مور اؤ لور مړي شيرګړهـ کښې دفن کړے شويدي.
تيره ورځ دسوات علاقې شاهي باغ کښې کشتۍ په اوبو کښې بنده شوېاؤ اوړيدلې وه چې ورسره لس کسان ډوب شوي وو چې پکښې پينځه ژوندي راويستل شوي وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0