داسلام اباد پوليس ددوه اهلکارو دتاوان لپاره دتښتولو دپېښو کولو انکشاف
اسلام اباد( وحدت خبر) داسلام اباد پوليس ددوه اهلکارو داتوان لپاره دتښتولو دپېښو کولو انکشاف شوے دے، ملزمانو دسرو زرو تاجر پورته کړے، پرائيويټ ټارچر سيل کښې ئې ساتلے، تشدد ئې پرې کړے اؤ دوه کروړه روپۍ ئې ترې اخستي، پوليس اهلکارو په تاجر بدترين تشدد کړے، دپېسو اخستو، په ساده کاغذ دګوتو لګولو اؤ چاته دڅه نۀ وئيلو په قسمونو اخستو ئې پريښے دے، ايس پي صدر علي کاظم انکوائري کړې اؤ دواړه اے ايس ائيز ئې قصور وار ګرځولي دي دکوم نه پس چې ددواړو اے ايس ائيز اؤ دهغوي دملګرو پشمول په ملزمانو مقدمه درج کړے شوې ده. دسوات سره تعغلق لرونکي تاجر راولپينډۍ کښې سرۀ زر خرڅ کړي اؤ واپس روان ؤ. تاجر وئيلي دپوليس دوه اے ايس ائيز دملګرو سره دده مخه نيولې اؤ په زبردستۍ ئې نجي ټارچر سيل ته بوتللے ، دتالاشۍ په بهانه ئې ګاډي کښې پرتې څلور کروړه روپۍ پورته کړي، دپوليس اهلکارو سره يو شخص چې خپل تعارف ئې دايف ائي اے افسر په توګه کړے دے، تاجر وئيلي په منت ورته دغو خلقو دوه کروړه روپۍ ورکړي اؤ دوه کروړه ئې ئې دځان سره وړي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0