دا نۀ شي کيدے چې له افغانستانه بريدونه وشي او مونږ چُپ پاتې شو،پاکستان
دکورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ويلي دي چې د افغانستان دننه د عملياتو په اړه به پرېکړه د حکومت په کچه کوو، دا نۀ شي کيدے چې له افغانستانه بريدونه وشي او مونږ چُپ پاتې شو.
ددې نه وړاندې ددفاع وزير خواجه اصف په اسلام اباد اؤ وانا کيډټ کالج دحملو نه پس وئيلي وو چې داوسنيو ترهه ګرو پېښو نه پس پاکستان په افغانستان کښې دننه کارروائي کولے شي.
په سينيټ غونډه کې د خبرو پر مهال سينيټر محسن نقوي وويل چې فيلډ مارشل عاصم منير د پاکستان او سريلنکا ترمنځ د مذاکراتو په بهير کې مهم رول ادا کړے، د همدغو هڅو په نتيجه کې د سريلنکا کرکټ ټيم پرېکړه وکړه چې په اسلاماباد کښې خپل قيام جاري وساتي.
ده زياته کړه چې فيلډ مارشل پخپله د سريلنکا د دفاع له وزير سره خبرې کړي، هغه يې قانع کړے او د بشپړ امنيتي ډاډ يې ورکړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0