دشمن ته دخلۀ ماتي جواب ورکولو لپاره تيار يو،ډي جي ائي ايس پي ار

اسلام اباد: په پاک وهند تاؤتريخوالي داطلاعاتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ اؤ ډائريکټر جنرل انټر سروسز پبلک ريليشنز ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري دسياسي جماعتونو مشرانو ته بريفنګ ورکړے دے.
دذريعو وينا ده چې ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې پاکستان يو پرامنه ملک دے اؤ په سيمه کښې امن غواړي، دۀ ووئل چې کۀ چرې په پاکستان جارحيت مسلط کړے شو نو دپاکستان فوجونه دشمن ته دخلۀ ماتي جواب ورکولو لپاره تيار دي.
بيک ګراؤنډ بريفنګ پي ټي وي هيډکوارټرز کښې ورکړے شوے دے. حکومتي اتحاد سره تعلق لرونکي ګڼ اهم سياسي مشران په دې بريفنګ کښې شريک شويدي چې پکښې سينيټر پلوشه خان، دخېبرپشتونخوا پخوانے وزيراعلى محمودخان، قمرزماه کائره، اميرمقام، بلال اظهر کياني، مصطفي کمال، کهيئل داس کوهستاني، محسن شاهنواز رانجا، علي حيدر ګيلاني، سردار عتيق خرم دستګير، عابد شيرعلي، پرويز خټک، سينيټر عبدالقادر، سينيټر عبدالشکور اؤ ډاکټر فاروق ستار شامل دي. همدغه شان په دې بريفنګ کښې دازاد کشمير پخوانے وزيراعظم سدار عتيق، دجمعيت علمائے اسلام نور عالم خان، داخله دمملکت وزير طلال چوهدري هم په بريفنګ کښې ګډون کړے دے، دايم کيو ايم فيصل سبزواري اؤ دپيپلز پارټۍ شازيه مري هم په بريفنګ کښې ګډون کړے دے.
بلخوا تحريک انصاف په دې بريفنګ کښې دشرکت کولو نه انکار کړے دے.
دپي ټي ائي لخوا په سوشل ميډيا ا يکس جاري کړي بيان کښې وئيل شويدي چې چونکې دا صرف يو حکومتي بريفنګ دے، په دې کښې دکومې قومي اتفاق رائې پيدا کولو سنجيده کوشش په نظر نۀ راځي اؤ نۀ هم حکومت دعمران خان پشان داهم قومي رهنما دشاملولو نيت لري نو ځکه مونږ ګڼو چې په دې بريفنګ کښې دپاکستان تحريک انصاف شرکت ضروري نۀ دے.
په بيان کښې وئيل شويدي چې پي ټي ائي هميشه دهرقسمه دهشت ګردۍ واضحه غندنه کړې ده اؤ په جيل کښې قيد عمران خان هم دقوم په نوم پخپلو پيغامونو کښې په واضحه توګه نۀ صرف ددهشت ګردۍ غندنه کړې بلکې دقومي يو والي، اتحاد او داخلي استحکام په ضرورت ئې زور راوړے دے. په سوشل ميډيا پوسټ کښې وئيل شويدي چې دتحريک انصاف واضحه موقف دې چې دکوم بهرني جارحيت په صورت کښې به مونږ دملک اؤ قوم ددفاع لپاره په وړومبي صف کښې ودريږو.
What's Your Reaction?






