دخېبرپښتونخوا وزيراعلى علي امين ګنډاپور دخپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه،سهل افريدے نوے وزيراعلى نامزد
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور دعهدې نه استعفا ورکړې ده، دميډيا رپورټ ترمخه دپي ټي ائي باني عمران خان دګنډاپور پځائے سهيل افريدے دخېبرپښتونخوا نوے وزيراعلى نامزد کړيدے دکوم تصديق چې دپارټۍ سيکرټري جنرل سلمان اکرم راجه کړے دے. پخپل بيان کښې علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دوزيراعلى عهده دعمران خان امانت ؤ اؤ هم دهغه په حکم امانت واپس کووم، علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دنوي وزيراعلى مکمل حمايت کووم اؤ دهغه سپورټ به کووم. دمحمد سهيل خان افريدي تعلق دخېبر دقبائيلي ضلعې سره دے، هغه په ١٢مه جولائي ١٩٨٩ کښې زيږيدلے اؤ ابتدائي تعليم نه پس ئې دبي ايس سي اکنامکس ډګري ترلاسه کړې ده، دپېشې په لحاظ سره هغه يو تاجر دے، سهيل افريدي د٢٠٢٤م عامو انتخاباتو کښې په وړومبي ځل دحلقه پي کے ٧٠ خېبر-٢ نه دپاکستان تحريک انصاف په ټکټ دصوبائي اسمبلۍ غړے منتخب شوے، وروسته هغه په صوبائي کابينه کښې دوزيراعلى دتعميراتو او مواصلاتو خصوصي مرستيال تعينات کړے شوے، وروسته په کابينه کښې دبدلون په دوران هغه ته دتعلى تعليم وزارت قلمدان سپارل شوے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0