پېښور:دوزيراعلى لخوا دعمران خان درهايۍ لپاره دفورس جوړولو په غرض درکن سازۍ دمهم اغاز

Mar 28, 2026 - 02:48
 0  12
پېښور:دوزيراعلى لخوا دعمران خان درهايۍ لپاره دفورس جوړولو په غرض درکن سازۍ دمهم اغاز

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي اعلان کړے دے چې دعمران خان رهايۍ لپاره د شروع کړے شوي تحريک درکن سازۍ مهم باقاعده شروع شوے دے اؤ دې ته به ټول ملک پورې پراختيا ورکولے شي، خېبرپښتونخوا کښې  به ١٧٢ کيمپونه قائمولے شي چې پکښې  به په منظم انداز کښې رکن سازي کولے شي، دۀ اعلان کړے دے چې  په ١٠م اپريل به دپېښور نشتر هال کشې دټول ملک نه دوکيلانو جرګه رابللے شي  دکوم نه پس چې به دکرونده ګرو، مزدورانو اؤ نورو طبقو نمائنده جرګې هم ترسره کولې شي چې دغه شان  تحريک په عوامي کچه نور هم مضبوط کړے شي، ددې خيالاتو اظهار وزيراعلى سهيل افريدي دعمران خان درهايۍ امن تحريک درکن سازۍ دستورې ته په وينا کښې  کړے دے. دۀ ووئيل چې عمران خان اؤ دهغه ميرمنه ناحقه په قيد کښې ساتل شويدي اؤ ديو کال نه ددوي مدمې نۀ اوريدل کيږي چې دانصاف په نظام سواليه نشان دے، دۀ ووئيل چې ټول پاکستان عمران خان ته ووټ ورکړے خو په عوامي مينډيټ ډاکې اچولو سره په جعلي مقدمو کښې هغه جيل ته ليږل شوے دے. دۀ ووييل چې  عمران خان سره دملاقات لپاره  مو ټولې ائيني، قانوني اؤ جمهوري لارې اختيار کړيدي، وفاقي حکومت، دقومي اسمبلۍ سپيکر  اؤ اعلى عدالتونو ته مو خطونه ليږلي خو ددې باوجود هم دملاقات اجازت ورنۀ کړے شو، دۀ ووئيل چې  دفرد په توګه نۀ بلکې  دڅلور نيم کروړه عوامو دنمائنده په توګه اډياله جيل ته لاړے خو دروازې بندې کړې شوې، وزيراعلى ووئيل کله چې ظلم اؤ جبر مسلط کړے شي، کارکنان پورته کړے شي، لارې بندې کړے شي اؤ منتخب نمائندګان دديوال سره ولګولے شي نو سوال پيدا کيږي چې بيا دپرامنه جدوجهد نه علاوه کومه لاره باقي پاتې کيږي، دۀ ووئيل چې  دپاکستان ائين هر وګړي ته دپرامنه احتجاج حق ورکوي اؤ مونږ به  دخپلو حقونو لپاره  هره ائيني اؤ پرامنه لاره اختياروو، وزيراعلى  ووئيل  ديوې صوبې دوزيراعلى پاسپورټ بلاک کولے شي  اؤ دبلې صوبې دوزيراعلى لپاره ديوولسو اربو روپو جهاز اخستل کيږي چې واضحه غبرګ معيار دے، دۀ ووئيل چې  په پنجاب کشې  دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى لپاره سړکونه بنديږي اؤ کارکنان پورته کيږي، په داسې حال کښې پوښتنه راولاړيږي چې  زمونږ سره کومه لاره پاتې کيږي، دۀ ووئيل چې يو اړخ ته ډاکوانو ته پروټوکول ورکړے شي اؤ لندن ته پوره جهازونه روانيږي اؤ بل اړخ ته دصوبې پ وزيراعلى داډياله جيل دروازې بندولے شي  نو بيا زمونږ سره کومه لاره پاتې کيږي. دۀ ووئيل کله چې دامت مسلمه ليډر جيل کښې واچولے شي اؤ يو جعلي وزيراعظم مسلط کړے شي نو په داسې حالاتو کښې  دپرامنه جدوجهد نه علاوه کومه لاره باقي پاتې کيږي. دۀ ووئيل په ملک کې غبرګ معيار قائم کړے شوے دے چرته چې کرپټ عناصرو ته پروټوکول اؤ سهولتونه ورکول کيږي اؤ منتخب قيادت  لپاره دروازې بندولے شي.دۀ ووئيل عمران خان قوم ته واضحه ويژن ورکړے، شعور ئې بيدار کړے اؤ دحق اؤ باطل  ترمينځ ئې ورته فرق ښودلے دے. دۀ ووئيل حقيقي ليډر هاغه وي چې درشتيا ؤ اؤ حق سره ودريږي اؤ دقوم رهنمائي وکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي