خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرو حملې، پينځه اهلکار شهيدان
خېبرپښتونخوا کښې په پوليسو شوو حملو کښې پينځه پوليساهلکار شهيدان شويدي، دا ترهګريزې پېښې د صوبې مرکز پېښور په شاوخوا سيمو متنو، اديزئي پوليس چوکۍ، حسن خېل پوليس سټيشن، دير بالا، او جمرود کښې رامنځته شوې دي. د پوليسو سرچينو په وينا، په پېښور کښې د حسن خېل تاڼه او دوه نورو پوليس پوستو باندې ترهګر بريدونه کړي، چې پوليسو ئې مقابله وکړه. په دې بريدونو کښې يو پوليس شهيد او بل ژوبل شوے دے. د شهيد پوليس نوم ابوبکر دے، او ژوبل پوليس هارون دے. په متني کښې د اديزئي پوليس چوکۍ او د حسن خېل پوليس سټيشن باندې پۀ يو وخت بريد وشو، چې پوليسو ورته کلک ځواب وئيلے دے. همدغه شان د دير بالا په سيمه کښې ترهګرو په کيو ار ايف موبائيل حمله کړې چې پکښې ۳ پوليس اهلکار شهيدان او ۸ نور ژوبل شوي دي. ژوبل شوي فوري روغتون ته رسول شوي دي، او د ترهګرو پۀ ضد سرچ اپريشن شروع کړے شوے دے. د ژوبلو کسانو درملنه په ډي ايچ کيو روغتون دير بالا کښې روانه ده. اخوا په جمرود کښې د سخي پل چيک پوسټ باندې هم وسلوالو حمله کړې. سرچينې وائي چې پۀ دې ګډ چيک پوسټ (پوليس او ايف سي) باندې د درنو وسلو نه کار واخيستل شو، خو د پوليسو او ايف سي لخوا کلک جواب ورکړل شو، او حمله شنډه شوه. د پېښور په ناصر باغ (سخي پل چيک پوسټ) او متني (اديزئي چوکۍ) کښې هم بريدونه وشول، خو پوليسو ئې کلکه مقابله وکړه، او دواړه بريدونه ئې ناکام کړل. د چيک پوسټونو او تاڼو امنيت نور هم سخت کړل شوے، او پوليس هر وخت تيار دي. په بنو کښې د هويد تاڼې په حدودو کې، مزانګه پوليس چوکۍ باندې هم شدتپالو حمله وکړه، خو پوليسو ته هيڅ زيان نه دے اوښتے. پوليسو سمدستي ځواب ورکړے او حمله ئې شاته تمبولې ده. په چارسده کې، د نسته پوليس سټيشن په حدود کښې، ترلاندي پوليس چوکۍ باندې پرون سهار نا معلوم موټرسايکل سو رو کسانو د لاسي بم بريد وکړ، خو په دې بريد کښې کوم ځاني يا مالي زيان نه دے شوے. له بلې خوا، په بنو کښې د تختي خېل او جاني خېل امنيتي پوستو باندې د ترهګرو لخوا د کواد کاپټر ډرون حمله شوې، خو په دې حملو کښې هم کوم جاني زيان نه دے شوے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0